ویب ډیسک
د پوهنې وزارت وايي، ښځينه زده کوونکې دې حجاب مراعات کړي ښوونکي دې له نېکټايي اغوستلو ډډ وکړي.
پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې ټینګار کړی، چې ښځینه زدهکوونکې او ښوونکې دې د یونیفورم اغوستلو پر مهال حجاب مراعت او نارینه زدهکوونکي او ښوونکي دې د یونیفورم اغوستلو پر مهال له نېکټايي کارولو ډډه وکړي.
د پوهنې وزارت ویاند د دې مکتوب په تایید سره وايي، دا یوازې یوه سپارښتنه ده.


