لیک : نور اپریدی
د پښتنو د اصل نسل په حقله بلها نظريات دي خو د ټولو نه کوي نظريه چې ده هغه دا ده چې پښتانه آريا يا آرين دي ـ
زه به کوشش کوم چې دا نظريه زه په اسانو لفظونو کښې خپلو لوستونکو ته وړاندې کړم ـ
آريايي نظريه د ژبې په بنياد باندې ولاړه ده ـ کله چې مستشرقين يعني يورپين دلته راغلل نو د مشرق د نورو ژبو سره ٸې په پښتو کار شروع کړه او دا ٸې ثابته کړه چې پښتو خو د سامي ژبو په نسبت د اريايي يا هند يورپي ژبو سره زيات نزديکت لري ـ يعني پښتانه د ژبې په نسبت ارين دي نه چې بني اسراٸيل دي ـ
ړومبنے څيړنکار چې د پښتو ژبې څيړنه ٸې د سنسکريت او ژند سره وکړه هغه کلاپروت دے ـ هغه دا نظر وړاندې کړو چې پښتو ژبه اريايي ژبه ده ـ هغه د پښتو او د هند د نورو ژبو څه کلمې د يو بل سره تقابل کړې او دا ثابته شوه چې د پښتو او د سنسکريت او د ژند يا کردې کلمې يو بل ته ډيرې ورته يعني نيژدې دي ـ
دويم مستشرق الفسټن هم دا ثابته کړه چې پښتو ژبه يوه ارياٸي ژبه ده نه چې د سامي ژبو سره تړون لري ـ الفسټن د کلاپروت نظريې ته تقويت ورکړو ـ د ده مشهور کتاب (An acouting the kingdom of kabul ) دے ـ په دې کتاب کې دي سړي د پښتو څه توري د اريايي ژبو سره تقابل کړي دي او دا نتيجه ٸې اوباسلې چې پښتو اريايي ژبه ده ـ ياده دې وي چې ځنې خلق پښتو ژبه د فارسۍ ژبې يوه لهجه ګڼي خو کلاپروت ورسره دا خبره نه مني او واٸي چې پښتو يوه زاړه ژبه ده چې ځان ته مستقل لغات او کلمات لري ـ
يو بل مستشرق برنانډورن هم پښتو ژبه د اريايي ژبو نه يوه ژبه ګڼي ـ هغه په خپل کتاب ( کرسټيميټي اف دي افغان لينګويج ) کې دا ثابته کړې چې پښتو د اريايي ژبو سره تړون لري۔ ـ
بل مستشرق راورټي چې پښتو ژبې ته ٸې ډير کار کړے دے يو لغات ٸې هم د پښتو ژبې دپاره ليکلے ده ـ هغه واٸي چې پښتو ژبه د ژند او سنسکرت سره ډير زيات نزديکت لري ـ
والټر بيلو دي ګرامر اف پښتو کې د پښتو ژبې تعلق د اريايي ژبې سره ګڼي ـ د هغه په خيال پښتو ژبه اريايي ده ـ دا ژبه يعني پښتو د سنسکريت ژبې يوه لهجه ده۔
داسې نور بلها مستشرقينو پښتو ژبه د هند اريايي ژبو نه يوه ژبه ګڼلې ده او دا ٸې ثابته کړې چې پښتو ژبه اريايي ژبه ده ـ
حبيبي صيب په خپل کتاب( د پښتو د ادبياتو تاريخ ) کې په دليل سره ثابته کړې چې پښتو ژبه د اريايي ژبو نه يوه ژبه ده ـ بلکښې هغه خو د پښتو څه زاړه اثار هم څرګند کړي دي يعني د دارايوش چې کومه کتبه ده په هغې کې د پښتو کلمات مونږ ليدے شو ـ
داسې ظفر کاکاخيل صيب هم پښتو او پښتانه ارين ګڼي ـ
اوس راځو چې د پښتنو ژبه خو اريايي ژبه ده ـ ايا د ارياٶ په کتابونو کې مونږ ته د پښتنو څه ليدے شي اوکنه ـ
مونږ که د د ارياٶ ړومبى کتاب رګ ويد وګورو په هغې کې نه چې د پښتنو د سيندونو غرونو او درو نومونه مونږ ته په سترګو راځي بلکښې د پښتون نوم هم مونږ ته څرګنديږي ـ د پښتون ذکر په رګ ويد کې څلور ځايه کې راځي د پکهت په نوم د پکتويس په نوم او د پکتهـ په نوم ـ د لسو ټبرو په جنګ کې د پښتنو قبيلې يوه ښکاره قبيله ده ـ
داسې د مها بهارت په حماسو کې هم مونږ پکت ليدے شو چې د پوهانو په خيال د نن وخت پښتون دے ـ
د ارياٶ يو بل کتاب چې اويستا نوميږي په هغې کې هم د پښتون نوم شته چې په بخد او بخدي باندې راوړلے شي ـ ياده دې وي د دې دواړه کتابونو قدامت درې نيم څلور زره کاله زوړ ښودلے شي ـ اويستا په افغانستان بلخ کې ليکلې شوے کتاب دے چې روستو ايران ته وړلے شوے او اوس پرې د رګ ويد کتاب غوندې يعني د هنديانو غوندې ايرانيان دعوه لري او واٸي چې دا زمونږ کتاب دے ـ
هيروډوټس په خپل کتاب هسټوريا چې د دنيا د تاريخ ړومبى کتاب ګڼلے شي واي چې د هندوکش په غرونو کې پکتي ايکي په نوم ځنې خلق اوسيږي ـ هيروډوټس د نن نه پيځويشت سوه کاله اول دا کتاب ليکلے دے او په دې کتاب کې د پښتنو سره سره د پښتنو د نورو قبيلو لکه اپاريتي اسپاسي او داسې نورو قبيلو ذکر کوي چې عالمان ٸې د نن وخت اپريدي او يوسفزي ګڼي ـ
داسې چې کله چيني سياح يعني هيون سانګ او فاهيان دلته پښتونخوا ته راځي نو د پښتنو ذکر کوي ـ
چې کله مونږ دا ټولې خبرې په نظر کې اوساتو نو په دې مجبوره کيږو چې پښتانه مونږ اريا يا د ارياٶ ګاونډيان وګڼو نه چې د بني اسرائيلو پورې ٸې هيڅ بې هيڅې وتړو ـ اوس په دليلونونو سره د بني اسراٸيلي نظري رد کړلې شوے دے او هغه هسې يوه افسانه ګڼلې شوې ده ـ
ېښتانه د ادم نه تر دې دمه په دې خپلو غرونو کې ژوند کوي ځکه چې دا غرونه د پښتنو دپاره او پښتانه د دې غرونو دپاره پيدا شوي دي ـ که مونږ د پښتنو په ژبه کې د فارسۍ څه توري ګورو اوپه دې وجه پښتانه د فارسيبانو پورې تړو نو دا سمه خبره نه ده هغه ځكه چې فارسۍ ډير وخت د علومو ژبه او د دې سره د مذهب ډير کتابونه وو پکښې نو که پښتو ژبې د فارسۍ ژبې څه توري خپل کړي وي نو دا بده خبره نه ده ـ ځکه چې عربي ژبه ډيره اډانړه په يونانۍ ژبې لري او ډير علوم ورته د يونان نه راغلي دي ـ بل پښتانه د هندوکش په ځنډو کې پراته دي او د ټولې نړۍ لار په دې پښتنو ده نو دا خلق د دې پښتنو سره ميشته شوي څه يې د پښتنو نه اخستي او څه ورنه پښتنو اخستي ـ
په اخره کې به زه دا اوايم چې پښتانه د بني اسراٸيلي نظريې په مقابل کې د اريايي نظريې سره زيات نزديکت لري او هغه ما بره ثابته کړه ـ
خو پښتون ځانته يو مستقل قام دے چې د زرونو کالو نه په دې هندوکش او کوه سليمان کې استوګن دے چې په مختلفو دورونو کې ورته بيل بيل نومونه اخستي شوي دي لکه افغان پټان سليماني ، ولايتي ، کوهستاني ،روهي خو د ټولو نه زوړ نوم ٸې چې دے هغه پښتون دے ـ


