یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ظلم په وړاندي د افغان سياسي مخکښ ميرويس خان نيکه د...

د ظلم په وړاندي د افغان سياسي مخکښ ميرويس خان نيکه د پاڅون ۳۱۳ کاليزه

لیک : سردار ولي


کله چي ۳۱۰ کاله پخوا ګرګين په کندهار کي ظلمونه پيل او د ښار اوسېدونکي ئې د ژوند څخه بېزاره کړه نو د يوې خوا دښمن زيات زور لاره او د بلي خوا پښتنو مشرانو د ميرويس_نيکه ملا وتړله.

شفاهي روايتونه وايي #ميرويس_نيکه کندهار کي جرګه راوغوښتل او له هغوی سره ئې مشوره کول. کله چي نيکه د اولس له ښكاره ملاتړه خوشاله سو؛ خو بيا ئې هم خلكو ته وويل:”سمه ده، تاسو پر خپلو كړو ژمنو ولاړ و اوسئ او پر ما باور وكړئ، چي له دښمنانو به كسات اخلم”.

ميرويس نيكه هم د خپلو چارو د سمبالښت په اړه اندېښنه درلوده او د وخت دوديزه چاره، فال كتو ته ئې مخ واړاوه. ميرويس نيكه د فال كتو لپاره د #رحمان_بابا رح) ديوان وټاكه چي د دښمن په مخالفت به د دوی اقدام بريالی او که نا بريالی وي؟
همدا وو چي د خپلو چارو د پرمخ بيولو او پرمختګ په موخه ئې د فال په نيت د رحمان بابا ديوان خلاص كړ او دا بيتونه راغلل:
د مکتوب غوندي په پټه خوله ګويا يم
خاموشي زما بهتره تر غوغا
کښت د عشق په توره مځکه اسان نه دی
سمندر بويه چه زيست کا په صحرا
کله چي دغه بيتونه په فال کي ووتل نو پښتنو مشرانو پرېکړه وکړه چي ژر او قاطع اقدام بايد پرېږدو او د بلي موقع په انتظار صبر وکړو.
د شعر له لوستو وروسته ميرويس نيکه جرګې ته وويل:”رحمان بابا مشوره راكوي چي اوس چوپتيا غوره ده. د ظالمانو د پاى شېبې دي؛ خو موږ بايد په كراره د خپل هوډ د پوره كولو لپاره هڅي وكړو، چي مناسب وخت را ورسېږي زه به بيا تاسو راوغواړم او په ګډه به ظالمان له خپل وطنه باسو. اوس بايد له تدبيره كار واخلي او خپلي توري د ګلاب تر پاڼو لاندي پټي كړو.

مانجه له کندهار څخه دېرش کيلوميټره فاصله پرته ده، او د کابل او کندهار پر لويه لاره واقع ده. غالباً دلته د #جعفرخان_سدوزي کور وو چي د ملي قايد خسر وو. دا جرګه هغه وروستۍ جرګه وه چي د قوم د ازادۍ وثيقه ئې مهر کړه. څنګه چي رېدي خان #مهمند په #محمود_نامه کي راوړي دي؛ په دې جرګه کي لاندي مشرانو او خوانين را غونډ سوي وه:
۱-#سيدال_خان_ناصر: د هوتکو د دورې ډېر مهم او معروف سپه سالار.

۲-#بابو_جان_بابی: په ډېرو جګړو کي د لښکرو سرداري ور په غاړه وه.
۳–بهادر خان #اندړ: د اميرالامرا خطاب ورکړ سو، د #شال، #ږوب او ډېره جاتو فاتح.
۴-ملا پېر محمد مياجي: ستر علمي شخصيت.
۵-عزيز خان روحاني: د #دلارام په پهلوان مشهور.
۶-يوسف خان #هوتک د هوتکو دسيوري د سيمي له خانانو څخه.
۷-#ګل_خان_بابړ.
۸-نورخان #بړيڅ:د ښوراوک له خانانو څخه.
۹-#نصروخان_الکوزی د جلدک له خانانو څخه.
۱۰-يحيی خان: د ملي قايد ورور.
۱۱-حاجي نورمحمد خان: د يحيی خان زوی چي په ورستيو واقعاتو کي د حاجي ننګو په نامه شهرت درلود.
۱۲- #يونس_خان_کاکړ د ږوب له کاکړي خانانو څخه[د احمد خان کاکړ نيکه]
۱۳-قاسم خان کاسی، د شالکوټ [نننۍ کوټي]د کاسي ټبر خان
۱۴-سيد علي خان د پښين د سيدانو خان.
۱۴-زبردست خان [ د پښين زبردست خان بټېزی نه دئ، ځکه چي هغه وروسته دئ]
۱۵-عزيز خان نورزی [د دلارام خان]
پدي جرګه کي د مير عبدالله خان #بلوڅ حال استازی او هم د پښين د ترينانو او د #شالکوټ د کاسيانو د مشرانو نومان په لاس نه دي راغلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه