دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاماراتو وروسته له ترکیې څخه هم ۳۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته...

اماراتو وروسته له ترکیې څخه هم ۳۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته رالېږدول سوي.

ويب ډیسک

 

له ترکیې څخه هم په سلګونو هغه افغانان چې اروپایي هېوادونو ته یې د تګ نیت درلود بېرته هېواد ته راستانه کړل سوي دي.

راپورونه وایي، نن یوه بله الوتکه چې درې سوه افغان کډوال پکې وو له ترکیې څخه د کابل نړیوال هوایي ډګر ته را رسېدلې ده.

په دې الوتکه کې را لېږدول سوي افغانان هغه کسان دي چې له غیر قانوني لارو یې اروپایي هېوادونو ته د ننوتو هڅه کوله.

د یادوني ده چې پرون هم له متحده عربي اماراتو څخه په سلګونو هغه افغانان بيرته هېواد ته راستانه سوي دي چې امریکایي ځواکونو د ترخلیې ماموریت په لړ کې ابوظبۍ ته لېږدولي وو.

په یادو کسانو کې ډېری داسې کسان هم وو چې له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره یې په ملکي او نظامي برخه کې د کار تجربه لرله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه