ويب ډیسک
پاکستاني چارواکي وايي، اسلام اباد به راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د دویمې فوق العاده غونډې کوربه وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، دا غونډه به د راتلونکې اونۍ سه شنبه او چهارشنبه ترسره شي.
هغه وايي، د دې غونډې د ترسره کولو هدف په افغانستان کې د لا زیاتو سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو هوارول دي.


