پښتو جرنل
د بنو پښتون قامي جرګې ته د قامي جمهوري غورځنګ مشر. محسن داوړ په خپله وینا کې وویل چې د پښتون قامي جرګې مقصد د ستونزو حل لټول دي هغه وويل چې دښمن ۷۰ کالو نه راهسې دا هڅه کړې چې د پښتون پيژندګلوي له دې مځکې نه له منځه وسې.
هغه زیاته کړه باید دا جرګه پریکړه وکړئ او په اعلاميه کې دا ولیکل شي چې موږ به په هیس صورت د پښتنو په خاوره جنګ نه منو او که څوک جنګ تپل غواړي جرګه يي باید مخالفت وکړي .
محسن داوړ وویل چې امریکا د روسیه پر ضد چې کوم جنګ پیل کړي ؤو هغه تراوسه دوام لري ، یوازې رنګ بدليږي اوس دا جنګ د پښتنو په خواره د داعش په نوم روان ده .
محسن داوړ زیاته کړه چې باید موږ په یوه غږ تشدد وغندي او دا پریکړه وکړو چې موږ به پنځه سوه کاله جنګ نه کوؤ .
د طالبانو په هکله محسن داوړ ویل چې دوي باید لومړی خپل ځان په افغانانو تسليم کړي او هغو نه پوښتنه وکړي چې هغه څه غواړي بیا دې نړۍ ته ووايي چې امارت اسلامي په رسمیت وپیژني.
محسن داوړ وویل چې ۶۵ پښتانه د ترهګري په ضد جنګ کې ووژل شوي د پښتنو او د بلوڅو حالات تر څو نه بدلیږي له هغو چې د پاکستان وفاقي چوکاټ کې بدلون را نه شي


