ويب ډیسک
ایلوا فیلیون ویلي چې په کابل ښار کې ګڼو کسانو د خوراکي موادو برابرولو په هدف د خپلو شخصي وسایلو پلورلو ته مخه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې: “د کابل په سړکونو کې زه ډیر خلک وینم چې شخصي وسایل پلوري ترڅو خوراکي توکي چمتو کړي. اقتصادي بحران ژوریږي او پر میلیونونو افغانانو باندې ویجاړونکې اغیزې لري. هغوی د نړیوالې ټولنې ډیرو او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.”
تر دې مخکې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي و چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یاد سازمان همدارنګه ویلي و چې نسبت تیر کال ته په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په کمېدو سره د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي وې.


