پښتو جرنل
د نيشنل عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا ایالت مشر اېمل ولي خان په خپل ټويټر پاڼې باندې لیکلي او که مې د چا پېغامونه وړل نو نن به پښتونخوا کښې د پي ټي آئي نه د عوامي نېشنل ګوند حکومت ؤ۔
زما او د علي ملاقات کښې څه خبرې شوې دي،دا زما او د علي تر منځه امانت دي۔وضاحتونو ته نه ځو خو علي خبر ده چې نن هغه ولې له زندان نه د باندې ده۔ اېمل ولي زیاته کړې چې ما د پښتو د لارې جرګه کړې او خپل حق مې ادا کړی، احسان نه کووم .
هم دا خلکو به وو چې وئيل به ئې، اېمل ولې بلاول سره خبره نه کوي؟ اېمل ولې د علي لپاره کردار نه ادا کوي؟ نن که اېمل کردار ادا کړي نو ولي ولې خلکو ته تکليف ده او د پښتو د لارې جرګو پسې ملنډې ويي۔ زۀ نور څه وئيل نه غواړم، ويرېږم چې هسې نه د پښتنو اتحاد ته زيان ورسي۔


