ويب ډیسک
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم لویه لار د درېیمې ورځې لپاره هم تړلې ده، چې له امله یې په افغان بازارونو کې د سبزیجاتو او میوو بیې لوړې شوې دي. سوداګر وايي چې د دې لارې تړلکېدو د دواړو غاړو سوداګرو ته سلګونه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
دغه لار درې ورځې وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا د بابري موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو د غوښتنې له امله تړل شوې وه.
مسوولین وايي، د لارې د خلاصولو لپاره خبرې روانې دي.
بل خوا ښاريان وايي، چې په بازارونو کې د ميوو او سبزيجاتو په بيو کې د پام وړ توپير شتون لري.
په همدې حال کې د هېواد د سوداګرو له ډلې خانجان الکوزی وايي چې د تورخم د لارې تړل کېدو د دواړو غاړو سوداګرو ته سلګونه زره ډالره زیان اوښتی دی.
د ښاغلي الکوزي په خبره، د پاکستان له لوري د ویزې د غوښتنې له امله د ډنډ پټان لاره هم د ټرانزیټ پر مخ تړل شوې ده. نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم کم شوی دی.
د تورخم لاره له دې وړاندې د پاکستان د پولهساتو او ا.ا ترمنځ د وسلهوالې نښتې له امله تړل شوې وه، چې سوداګرو ته یې مالي زیانونه اړولي وو.


