دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا،ا د خوست په سلمانیانو کې د سټايلي وېښتانو په جوړولو بنديز...

ا،ا،ا د خوست په سلمانیانو کې د سټايلي وېښتانو په جوړولو بنديز ولګاوه

ويب ډیسک

په خوست ولايت کې د حمامونو يا سلمانيانو مالکان وايي، دوی ته د طالبانو امر بالمعروف رياست خبرداری ورکړی، چې د خلکو د سټايلي وېښتانو له جوړولو دې ډډه وکړي.

د دوی په وينا چې له دې وړاندې ورته د ږيرو نه جوړولو سپارښتنه شوې وه او تېره ورځ (یکشنبه، ۲۴ د مرغومي) يې پرې د سټايلي وېښتانو په نه جوړولو هم ټينګار کړی دی.

په دغه ولايت کې د يوې سلماني مالک چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، اطلاعات روز ته په دې پرېکړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ويل، چې د وېښتانو جوړل يې د ګټې وټې يوازينۍ لاره ده او غوښتنه يې وکړه چې په دې برخه کې دې پر دوی لګول شوي محدودیتونه راکم کړي.

د طالبانو امر بالمروف او نهې عن المنکر محتسبينو د هيواد په ګڼو ولايتونو کې په خلکو د نورو بنديزونو سربېره د خوښيو په مراسمو کې په موسيقۍ او ږيرې خريولو هم بنديز لګولی، خو د طالبانو په ليکو کې د اوږدو وېښتانو په مخنيوي لاهم نه دي بريالي شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه