په کابل کې د امام ابوحنیفه نندارتون د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت د هوکړو له لاسلیک سره پای ته ورسېد

0
48

د افغانستان په‌ پلازمېنه کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د نږدې یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت د هوکړه‌لیکونو او تړونونو له لاسلیک سره پای ته ورسېد.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي ویلي، چې په دغه اووه ورځني نندارتون کې ۳۲۳ کورنیو او بهرنیو شرکتونو په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې خپل تولیدات او توکي نندارې ته وړاندې کړي وو.

د نوموړي په وینا، د نندارتون پر مهال د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي پلورل شوي او شاوخوا یو میلیون کسانو ترې لیدنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد ویلي، چې په افغانستان کې د کارخونو شمېر له شاوخوا ۳۵۰۰ څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي دغه نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مناسب فرصت بللی دی.

د نندارتون په پای کې د همکارو شرکتونو او ګډونوالو د خدمتونو د ستاینې په موخه هغوی ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.