دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د تخلیې الوتنې بیا پیل...

د امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د تخلیې الوتنې بیا پیل کړي

ويب ډیسک
«وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبر ورکړی چې هېواد به یې د روان کال تر پای مخکې له افغانستانه د تخلیې الوتنې بیا پیل کړي.

امریکايي ځواکونو د طالبانو له لوري د کابل له سقوط وروسته پوځي تخلیه عملیات پیل کړي او د اګست تر ۳۱مې یې لسګونه زره بهرنیان او افغانان له دې هېواده لېږدولي دي.

د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو سره سم د ا.ا د تخلیې عملیات هم پای ته ورسېدل.

خو لا هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او نورو هېوادونو ډېر سیمه ییز همکاران پاتې دي په وروستیو اوونیو کې یو شمېر کسان توانېدلي چې د پاکستان له لارې یا د قطر الوتکو له دغه هېواده بهر کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه