دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهآصف درانی وايي :افغانستان دې پاکستان ضد ترهګر مونږ ته په لاس...

آصف درانی وايي :افغانستان دې پاکستان ضد ترهګر مونږ ته په لاس راکړي نو خبره به خلاصه شي

 

ويب ډيسک

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني وایي چې که طالبان په خپل هیواد کې موجود د پاکستان تحريک طالبان غړي اسلام آباد ته وسپاري نو مسئله به حل شي.

په ګاونډي هیواد کې د طالبانو تحريک د دوهم حکومت درې کلونه بشپړولو په مناسبت اندپينډنټ اردو سره ځانګړې مرکې کې سينئر سفارتکار آصف دراني وویل چې “په افغانستان کې چې کوم تحریک طالبان پاکستان خلک مېشته دي دوی به باید د هغوی په خلاف اقدامات پورته کړي. هغوی موږ ته وسپاري، خبره به ختمه شي.”

د افغان موقت حکومت په یوه بیان کې ویل شوي چې د افغان کليزې هجري شمسي په ۲۴ اسد (برابر د ۱۴ اګست چهارشنبه) “د امارت اسلامیه افغانستان” بهرنيو ځواکونو ته په ماتې ورکولو او خپل برياليتوب درېيمه کلیزه نمانځي.

په دې پوښتنه چې د پاکستان حکومت افغانستان تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان په هیواد کې ټولې حملې له هغه ځایه کوي؟ آصف دراني وویل چې د پاکستان حکومت هېڅکله دا نه دي ویلي چې ټولې حملې له هغه ځایه کیږي. “هو موږ افغان موقت حکومت ته د هغو حملو په اړه چې افغان اتباع پکې شامل وي یادونه کوو، هغوی هلته پټنځایونه لري، کومې وسلې چې دوی لري او ګرځي. پخپله په افغانستان کې دننه افغانان د وسلو سره نه شي ګرځېدلای خو د تحریک طالبان پاکستان غړي د وسلو سره ګرځي، نو له دې امله شکونه پيدا کيږي چې افغان موقت حکومت څه کول غواړي.”

آصف دراني د تحریک طالبان پاکستان له امله د افغان موقت حکومت سره په اړيکو کې تاؤ تریخوالی نه مني، خو وايي چې بیا هم یوه پروسه ده چې د هغوی سره روانه ده. “موږ هیله لرو او د هغوی له خوا هم ډاډ راکړل شوی چې عملي به شي.”

د طالبانو د دوهم حکومت د درې کالو بشپړولو په مناسبت آصف دراني هغوی ته مبارکي وويله او زیاته یې کړه چې “له افغانستان سره زموږ تاریخي اړیکه ده او هغه روانه ده، که هر حکومت راشي. اوس د طالبانو حکومت راغلی، درې کاله بشپړ شوي دي. هغوی ته مبارکي وایو او هیله لرو چې دوی به په خپل وطن کې سوله، یووالی او د خلکو حقونه پوره کړي.”

د حقونو په اړه وضاحت ورکوولو سره یې وویل چې په دې کې که مذهبي یا قومي اقلیتونو حقونه وي یا د ښځو د تعلیم او وظیفو. “په دې مسئله کې پاکستان نه یوازې په خپله کچه بلکې د OIC او نړيوالې کچې په اتفاق رائے کې شامل دی.”

هغه د جنګ ځپلي ګاونډي هیواد کې د درې کالو راهیسې د سولې ټينګښت د پاکستان لپاره مهم وبللو. “هلته د ماضي په نسبت سوله ده. که څه هم TTP زموږ لپاره د اندیښنې یو دلیل دی خو که مجموعي توګه وګورو نو د افغانستان سوله زموږ لپاره ډېره ضروري ده. تر دې حده به نو په دې ډاډ حاصل وي. د ښه والي لپاره ګنجایش هر وخت موجود وي.”

د پاکستاني طالبانو په څیر د مسائلو د حل په اړه د هغوی په وینا وخت لګیږي. تحریک طالبان پاکستان یو غیر ریاستي عنصر دی. هره ډله چې وي، هغه ته د زور له لارې د ایجنډا د ډکټېټ کولو اجازه نه شي ورکول کیدلای.”

“دویم دوی دعوا کوي چې د پاکستان آئین نه مني خو دا نه وايي چې د دې کومه ماده غیر اسلامي ده. دوی به د قانون احترام او د خپلو جرمونو لپاره جوابده کیدل وي، خاصکر په پشاور سکول کې د ماشومانو د وژلو په اړه. دا پروسه، کله چې داسې عمل کیږي نو په ټولې نړۍ کې په دې ډول کیږي. لږ وخت لګي.”

په دې پوښتنه چې د افغان موقت حکومت د TTP سره ځان نه غواړي مخامخ کړي یا یې صلاحیت نه لري؟ آصف دراني وویل چې دا پوښتنه به بهتره وي چې له هغوی وپوښتل شي. “که دوی خپل ځان موقت حکومت ګڼي، دا ګڼي چې واکمن دي، دا ګڼي چې د دوی کنټرول شته نو دا کنټرول باید په تحریک طالبان پاکستان باندې هم هومره وي.”

پاکستان – طالبان کشیدګي حقیقي ده او که د ځینو خلکو خیال دی چې دا طالبانو ته د منلو ورکولو یوه هڅه ده؟ په دې اړه آصف دراني ټینګار وکړ چې هغوی ته داسې څه نه دي ښکاره شوي بلکې برعکس رسنیو دا خپره کړې ده چې د پاکستان او افغانستان تر منځ شدید تاؤ تریخوالی دی او حالات ډېر خراب دي. “خو که تاسو وګورئ نو د تحریک طالبان پاکستان حملې بیا هم کېږي. په چینایي انجینیرانو چې کوم برید وشو د هغې منصوبه بندی تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې کړې وه. دا حقایق دي او د دې حل ټول په سنجیدګۍ سره راوېستل غواړي.

“په دې کې یوازې د پاکستان اندېښنه نشته بلکه د ازبکستان، تاجکستان، ایران او چین هم ده. د  (اسلامي دولت خراسان) کومې حملې په روس، ایران، ازبکستان، تاجکستان کې شوي، په پاکستان هم شوي دي، نو دا مفروضو پر اساس نه دي، دا حقیقي دي. خو د دې ټولو سره سره اصل خبره دا ده چې هر څوک هم په افغانستان کې حکومت ته راځي، هغوی ته به د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره اقدامات پورته کول وي.”

مغربي سفارتکارو ته وېره ده چې افغانستان یو ځل بیا د وسله والو لپاره د جګړې میدان ګرځي؟ د ملګرو ملتونو تازه راپور هم دا وايي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لوی شمېر د سيمې د امنیت وضعیت ته خطر پیښ کړی دی.

منلو ټول شرطونه پوره شوي؟

آصف دراني وویل چې دا د هر هېواد انفرادي حق دی چې د طالبانو حکومت ومني او که نه، خو پاکستان به تر پرېکړې پورې خپل وخت واخلي.

د ځانګړي استازي په وینا، د هغوی په نظر تعلیم د هر مسلمان نارینه او ښځینه، بلکې د هر انسان حق دی. “کله چې تاسو یو اصل وټاکه او دا نړیواله منل شوې ده نو په دې نور بحث کول بې ګټې ده. پابندي نه باید وي. کله چې موږ خبرې کوو نو څومره مهمې مسلې دي، په ټولو یې خبرې کېږي.”

د افغان ویزو کې سختي؟

آصف دراني دا تاثر رد کړ چې افغانانو ته د ویزو په اجرا کې سختي کېږي. “نه داسې څه نشته. موږ په ورځني بنیاد دوه نیم زره تر درې زره پورې ویزې جاري کوو. په نړۍ کې به داسې هېڅ نه کېږي. په دې کې شور او غږ زیات دی. په پوله وګورئ، څومره ګڼه ګوڼه وي.”

د راجسټر شويو افغانانو ویستل؟

د افغان کډوالو څخه کوم چې غیرقانوني دي هغوی بیرته لیږل کیږي خو د حکومت له خوا اعلانونه شوي دي چې قانوني موجود افغانان به هم ویستل کیږي. په دې پوښتنه چې آیا پرېکړه لا هم په خپل حال ده؟ نو هغوی د دې تفصیلي وضاحت داسې ورکړ چې شپږ لکه دوه شپیته زره په خپله رضا تللي، چا یې په زور نه دي لیږلي.

“خو بله کټیګري ده افغان سټیزن کارډ (ACC)، چې شمېر یې نږدې اته لکه دی. د هغوی په اړه د دواړو هیوادونو حکومتونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کې تړون شوی و. دا هم غیرقانوني وو چې کارډونه یې افغان حکومت جاري کړي او نادرا یې مرسته کړې. کوم کسان چې دا کارډونه لري هغوی په پاکستان کې دي او د پی او آر کارډ ټولې اسانتیاوې ترلاسه کولی شي. یوازې بانک اکاونټ نه شي خلاصولی.

“پی او آر تړون شوی و په ۲۰۰۲ کې، د دواړو هیوادونو تر څنګ د یو این ایچ سی آر ترمنځ، چې موده یې په ۲۰۱۲ کې ختمه شوې. دا د پاکستان حکومت مهرباني ده چې تر اوسه یې غځوي او اوس یې د یو کال لپاره کړی. د دې دواړو پی او آر او اے سي سي سټیټس د کډوالو په توګه نه دی. زموږ تحلیل کوونکي هغوی ګډوي. راجسټر شویو څخه مراد دا خلک دي. اوس وخت راغلی چې نړیواله ټولنه او یو این ایچ سي آر د دې افغانانو د بېرته ستنیدو لپاره ګامونه پورته کړي.”

آیا د خلکو تګ راتګ بند شوی؟

آصف دراني نه وپوښتل شول چې آیا د روزنې او بحث لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ بند شوی؟ نو هغه وویل چې “نه، ځینې څیړنیز مرکزونه کوي خو دا تاسو له افغان موقت حکومت څخه هم پوښتنه وکړئ چې هغوی په دې کې څومره سنجیده دي. “د هغوی خپل طریقې دي، هغه یو خپلواک هېواد دی. هغوی بحث او خبرې اترې څومره هڅوي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه