ويب ډيسک
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وايي چې په امریکا او کاناډا کې افغان کډوال د کارموندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
سیګار دوشنبه د زمري پر ۲۲مه، شپه مهال په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا کډوال د نړیوالې ټولنې له تعامله ناخوښه دي.
دغې اداره زیاته کړې: «په متحده ایالاتو او کاناډا کې د افغان کډوال د تجربو له اورېدو وروسته، څرګنده ده چې دواړه ډلې د ملاتړ له نشتوالی، د مناسبې دندې موندنې له ستونزې او کلتوري ټکان سره مخ دي.»
د سیګار په وینا، په امریکا کې ډیری افغان کډوال په راتلونکي کې د «ناڅرګند» قانوني وضعیت په هکله اندېښمن دي، په داسې حال کې چې په کاناډا کې افغان کډوال بیا د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو په هکله د سکون احساس کوي.
پر افغانستان د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو زرګونه پخواني همکاران او هغه کسان چې تر ګواښ لاندې وو، امریکا او کاناډا ته کډوال شول.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم افغان کډوالو په امریکا کې د راتلونکي «ناڅرګنده» وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې وه.


