دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيله سقوط درې کاله وروسته؛ افغانستان د ګړنګ پر غاړه

له سقوط درې کاله وروسته؛ افغانستان د ګړنګ پر غاړه

لیکنه :امید زهیرمل

افغانستان د خپل تاریخ له یو تر ټولو بحراني وضعیت سره مخ دی. دا انزوا یوازې په نړیواله کچه نه‌ده، بلکې په کور دننه هم حالات ترینګلي، کړکېچن او له هره اړخه مایوسه کوونکي دي.

دې لیکنه کې ما هڅه کړې چې د افغانستان دننه روان حالات او بیا په نړیوال سټېج د دې هېواد مقام ته کتنه وکړم.

کورنی وضعیت:

افغانان نن سبا د بل هر وخت په پرتله خپل راتلونکي ته تر ټولو ډېر اندېښمن او ناهیلي دي. دا مایوسي تاسې د هر فرد په خبرو کې موندلای شۍ. یوه ډېره اورېدل شوې معقوله ده چې د یوه ملت د بربادۍ زمان هله پیل شي چې ټول نسل یې د خپل سبا په اړه ناامیده شي. نن له طالبانو پرته، د ټولو افغانانو همدا حال دی. ماشوم، ځوان، پیغله، سپین‌ ږیری نر و ښځه ټول همدې فکر وړي چې څه ډول وکولای شي چې له افغانستان ووځي.

پوښتنه دا ده چې ولې دا وضعیت حاکم دی؟

د دې ځواب د طالبانو خپل‌سری نظام او په یوې ډلې پورې منحصر چوکاټ دی چې افغانان یې ګروګان نیولي. زه ځکه دا دعوه کوم چې د طالبانو کورنی او بهرنی سیاست او پالیسي د هغه څه مطابق نه‌ده چې د افغانانو هیله او غوښتنه ده. نو کله چې یو نظام بر عکس د خلکو د غوښتنو او ارمانونو خلاف روان وي، حتمي ده چې حاکم وضعیت له هره پلوه په ملت یو بوج دی او دا بوج د خپل راتلونکي په اړه د دوی هیلي او ارمانونو له‌منځه وړي.

طالبانو په راتګ، رژیم او ساختار زه ځکه بحث نه‌کوم چې د دې لیکنې منځ‌پانګه نه‌ده، خو په دې بحث کول اړین دي چې افغانان په تېرو درېیو کلونو کې د انزوا کومې کندې ته لوېدلي دي.

زده‌کړییز بنسټونه:

له حبیب‌الله کلکاني”بچه‌ سقاو” وروسته مجاهدینو او طالبانو د افغانستان پوهنیز او تحصیلي بنسټونو ته خورا ډېر زیان رسولی دی. دوی پوهنیز او تحصیلي نصابونه په داسې شکل تغییر کړل چې راتلونکي نسل ته یې د علم د انتقال پر ځای د جګړې او خشونت فکر ور پیچکاري کړ.

همدا اوس مدرسې خو پرېږده، د افغانستان زده‌کړییز بنسټونه په خورا ماهرانه شکل نوي نسل ته د پرمختللیو علومو پر ځای، جګړه‌ییز محوره نصاب تدریسوي.

موده وړاندې مو د نصاب پاکستانیزه کېدو په اړه هم د ملا فضل‌الرحمان خبرې واورېدې، عملا دا بهیر پیل شوی او ځینې ویډیوګانې به مو لیدلي وي چې د کابل په ښوونځیو کې د پاکستاني مبلغینو شتون په ډاګه کوي.

بل‌خوا نن د افغانستان نیم قشر له زده‌کړو محروم دی، یعنې لږ تر لږه ۸ میلیونه نجونې ثانوي او لوړو زده‌کړو ته نه‌ځي. د افغانستان د راتلونکي بدبختۍ او بربادۍ اوج له همدې ټکي ومومۍ. یعنې تېرو درېیو کلونو کې افغانستان هیڅ معلمه، ډاکټره، انجینیره، قابله، نرسه، خبریاله او …… نه‌ده تولید کړې.

که احتمالي حساب وکړو چې په همدومره موده کې له افغانستانه ۵زره ډاکټرانې، قابلې، نرسانې، انجینیرانې، خبریالانې او نورې مسلکې نجونې وتلي وي چې وتلي هم دي، یا خدای‌ مه‌کړه بل ستونزه وي چې دندو ته ستنې نه‌شي؛ دا تشه په څه شي ډکېږي؟ دا هم له ځانه وپوښتۍ چې درې کاله وروسته به دا خالیګاه څوک ډکوي؟

دا یوازینۍ ضربه نه‌ده چې طالبانو د افغانستان تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې ته ورکړې او نیم نسل یې له خدای ورکړي حق بې‌برخې کړی، بلکې په دې بنسټونو یې د ځوان نسل باور هم صفر کړی. نن سبا لوی اکثریت ځوانان زده‌کړې نه‌کوي، که یې وپوښتې ولې؟ ځواب یې دا وي چې که یې وکړم څه ګټه، دنده ما ته څوک نه راکوي او که مې حق وغواړم ځای مې زندان دی.

همداسې له شپږم ټولګي ښکته نجونې هم دي. ما ډېر داسې راپورونه چمتو کړي چې ښيي لوی شمېر نجونې کورنیو او یا هم خپله له دې امله ښوونځیو ته نه‌ځي/نه‌پرېښودل کېږي چې راتلونکی یې نه‌شته، ځکه له شپږم ټولګي پورته یې د زده‌‌کړو حق سلب دی.

لنډه دا چې د یوه ملت د پرمختګ اساس زده‌کړه ده، خو طالبانو دا بنسټ داسې نړولی چې عملا د یوه تیاره افغانستان تصویر ترې له ورایه ښکاري.
اقتصاد:

تېرو درېیو کلونو کې افغانستان هیڅ پراختیايی پروژه نه‌ده عملي کړي. د قوش تېپې کانال د جمهوریت پرژوه ده چې چارې یې اوس هم د پخوانیو انجینرانو له‌خوا دوام لري، نوره هیڅ داسې برنامه نه‌شته چې وښيي افغانستان ځان بساینې ته بیايي.

له دې پرته طالبانو په زور د واکمنۍ له لارې د اسیا پراختیايي بانک، نړیوال بانک او نړیوالې ټولنې د هغو پراختیايي پروژو مخه ډب کړه چې په پام کې وه تر ۲۰۲۵ کاله پورې عملي شوې وای.

نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۰ کال کې د جینوا په کنفراس کې د افغانستان لپاره ۱۴ میلیارډه ډالر ومنل چې دا ټولې پیسې په دې هېواد کې په پراختیايي چارو او کارموندنې لګول کېدې، بدبختانه د طالبانو د زور واکمنۍ دا هر څه له افغانانو واخستل. د اسیا پراختیايي بانک او نړیوال بانک په ۲۰۲۱ کال کې پتیلې وه چې په افغانستان کې دننه د انرژۍ په تولید، کرنې او کارموندنې پراخه سرمایه‌ګذاري وکړي، خو له بده‌مرغه د طالبانو راتګ دا پلان یوازې د خوراکي توکو په مرستې محدود کړ او اوس نړیواله ټولنه او دا بانکونه یوازې د قحطۍ او خوارځواکۍ د مخنیوي په هدف په ډېر محدود او مشروط ډول یوازې د خوراکي موادو د اخستو لپاره له افغانانو سره کمک کوي.

بل‌خوا طالبان په ډېر ماهرانه ډول عاید او بودجه د خلکو مخ ته راوړي چې ګنې له کورنیو عایداتو تمویلېږي، داسې مهال چې د پیسو کچه یې هم معلومه نه‌ده چې اصلا د دوی دا دعوه تر پوښتنې لاندې راولي. همدا ډول د امریکا متحده‌ایالاتو اوونیزې کڅوړې لا هم را روانې دي، ترڅنګ یې د افغانستان په معدنونو چور ګډ دی، هغه معادن چې له دې بدبختۍ د افغانستان د وتلو یوازینۍ هیله ده؛ خو د طالبانو اوسنی رژیم ترې په ټول زور یوه عادي بودجه نه‌شي برابرولای چې خپله په دې برخه کې د فساد او غیر شفافیت لوی مثال دی.

د جمهوریت په تېرو شلو کلونو کې یوازې ۹۰ کوچني کانونه په قرارداد ورکړل شوي وو، خو طالبانو دا شمېر نږدې ۳۰۰ ته رسولی چې د سرو زرو، اوسپنې، نفتو او نورو قیمتي ډبرو کانونه هم په‌کې دي. دا هم معلومه نه‌ده چې دا کانونه کومو شرکتونو ته، په څومره پیسو او څه ډول قرارداد ورکړل شوي، داسې مهال چې د قانون پر بنسټ باید دا هر څه علني وي.

د جمهوریت له ټول فساد سره سره په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۳ سلنه پورته تللې وه، خو بدبختانه اوس‌مهال افغانستان بشپړ اقتصادي سقوط سره مخ دی او نږدې ۲۷ میلیونه وګړي یې د خوړو لپاره څه نه‌لري او په بهرنیو مرسته شویو خوراکي توکو وخت تېروي؛ داسې مهال چې د طالبانو مشر هره میاشت میلیونونه افغانۍ نقدې پیسې له بیت‌المال اخلي او معلومه نه‌ده چې چېرې او څه ډول یې مصرفوي.

په همدې ډول بې‌‌روزګاري هم اوج ته رسېدلې. د سیګار راپور ښيي چې نږدې یو میلیون وګړي بې‌روزګاره شوي دي، داسې مهال چې ۸ میلیونه نور بیا د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستانه وتلي دي.

دا ښيي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په کومه کچه دی او د طالبانو له دعوو بر عکس د دې هېواد اقتصادي نظام په کوم لور روان دی.

بشري حقوق:

د نجونو او ښځو د حقونو ور هاخوا، نن سبا د هیڅ افغان حق خوندی نه‌دی. ایا یو څوک کولای شي چې خپل نظر د یوې موضوع په اړه بې سانسور ووايي؟

د بیان ازادي د یوه فرد تر ټولو لومړنی حق دی، که چېرې په دې بندیز وي، فکر وکړۍ د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان ځایګی چېری دی؟ د طالبانو هیڅ غړی قانون ته ژمن نه‌دی او هر یو یې افغانستان د خپلې جګړې محصول بولي چې ګنې په حق یې رسېدلی او نور ملت یې غلام دی.

یو شمېر ویډیوګانې به مو لیدلي وي چې له یو بې‌سواده یوټیوبر سره یو فرد چې نه پولیس دی، نه عسکر او نه استخبارات، مګر په خلکو ګرځي، هر ځای ځوانان پلټي او سپکاوی ورته کوي.

د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې، ځورونې او ان وژنو راپورونه هم شته، په دې برخه کې مستند راپورونه شته چې انلاین موندل کېږي.

پس په داسې یو وضعیت کې یوازې په دې بحث کول چې د نجونو او ښځو حقوق خوندي نه‌دي، منطقي نه‌ برېښي، ځکه افغانستان نن سبا داسې یو زندان ته ورته دی چې هر فرد یې په زنځیر تړل شوی او بې له دې چې څوک یې حال واخلي، هره شېبه او هر مهال پرې هر څه کېدای شي.

روغتیا:

د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د بشري حقونو څار سازمان، سیګار او د روغتیا نړیوال سازمان راپورونو وښوده چې د افغانستان روغتیايي سیسټم فلج دی. همدا اوس له محدودو لویو روغتیايي مرکزونو پرته، اکثریت روغتونونو کې درمل او نورې اسانتیاوې نه‌شته. په ۲۰۲۲ کال کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې یوه راپور کې د ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبره وکړه.

بې‌له شکه چې د روغتیايي خدماتو د نشتون اغېز پر عامو افغانانو دی. د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چې “هره ورځ د اټکل پر بنسټ په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري. ”

دا ټول د غیر مسلکي چلند او د روغتیايي خدماتو د کمي پایله ده. جالبه داده چې له ټولو سره سره، د طالبانو د روغتیا وزات مخکنی وزیر قلندر عباد د میلیونونو ډالرو اختلاس له امله له دندې ګوښه شو.

له دې پرته طالبانو ان د روغتیا وزارت دننه او په ریاستونو کې د مسلکي کسانو پر ځای یوازې ملایان او چڼي ګمارلي چې یوه ورځ یې هم د طبابت درس نه‌دی لوستی.

د واک انحصار:

د طالبانو په اوسني رژیم کې د دوی له غړو پرته بل هیڅوک د ګډون او دندې حق نه‌لري. په زرګونه مسلکي کسان له دې امله چې طالبان نه‌دي له دندو شړل شوي او پر ځای یې بې‌سواده ملایان ګمارل شوي دي. دا ګمارنې یوازې په عادي بستونو نه‌دي، بلکې مسلکي بستونه چې طبابت، انجینري، کرنیز سکټور، معادن او نور دي هم د طالبانو له‌خوا انحصار دي.

په هیڅ اداره کې له محدودو کسانو پرته چې له دویم او درېیم بسته پورته له طالبانو پرته بل څوک نه‌شي مقررېدای.

خو له دې ټولو سره سره، طالب چارواکي په ډېره سپین سترګۍ د خپل اوسني رژیم د همه‌شمول والي خبره کوي چې اصلا منطقي نه‌ده.

د یوه هېواد د وګړو لپاره تر ټولو اساسي خدمات همدا پنځه مسایل دي چې له زده‌کړې شروع او بیا په حکومت کې د ګډون په حق پای ته رسېږي، خو طالبانو دا برخې داسې ګډې وډې کړي چې افغانستان د ګړنګ پر غاړه درولی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه