دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

ژبه څه شی ده

لیکوال : پالیال

ژبه د شعوري او مخابروي سمبولونو (علامو ) مجموعه او یا د شعوري او مخابروي سیسټمو څخه یو سیسټم دی چي یوازي په انسانانو پوري خاص سوی دی او بیله انسان څخه نور موجودات هغه نه لري .
د ژبي علامې او سیسټم صوتي او ذهني جنبې لري ( اسم نو م او شی ) باید یو د بل سره مطابقت ولري په ژبه کي د ( شي او نوم لفظ او معنا ) تر منځ مطابقت یو ضروري شرط ګڼل کیږي که چیري سمبولونه ( نښي ) یوازي صوتي جنبه ولري او ذهني اړخ یې نه وي نو هغې ته ژبه نسو ویلای د مثال په توګه که مینا یا توتي تر روزني او تربیې لاندي ونیسو او څو بیل بیل لفظونه ور زده کړو ، نو په دې صورت کي هغه یوازي صوتي جنبه لري نه ذهني د همدغه ځایه موږ وایو چي ژبه یوازي او یوازي په انسانانو پوري مختص ده ځکه توتي او مینا دواړه په هیڅ وخت کي د یوه شي د صورت او معنا د شي او اسم تر منځ یو دبل سره مطابقت نسي ورکولای توتي او مينا دواړه هغه آوازونه چي د انسان د خولې خارجیږي عینایي په غیر شعوري ډول تقلیدوي دغه رنګه د حیواناتو او پرندګانو آوازونه هم د انساني ژبي صفتونه نلري د حیواناتو او پرندګانو آوازونه تغیر نکوي بلکې یو نواخته او ثابت دي بیرینز دي هین د انسانانو ژبني آوازونه د حیواناتو د آوازو څخه د لاندي مشخصاتو له مخي سره بیل کړي دي چي موږ یې دلته یوازي په لنډ ډول یادونه کوو او د اوږدې څیړني څخه یې تیرږو …

۱ .د مقصد غایي او ارادې
۲ .د رمز او اشارې مشخصیت
۳ .د معنا او مفهوم مشخصه
۴ .د ږغ د څرګندوني مشخصه
۵ .د ږغونو او الفاظو د ترکیب مشخصه

د پورتنیو مشخصاتو له مخي د انسان ږغونه د حیواناتو د آوازو څخه توپیر پیدا کوي تر څو چي په ږغونو او آوازونو کي دغه ممیزات او مشخصات مراعات سوي نه وي تر هغو یې ژبه نسو بللای ، که انسان وغواړي چي یو شی پر ژبه راوړي نو لومړی یې

مغز کي د هغه شي تصویر تشکیلیږي چي دا یوه سایکالوجیکه روحي عملیه ده وروسته مغز صوتي غړي په کار اچوي او په صوتي امواجو یې بدلوي په دغه ډول د مطلوب شي صورت تصویر د ویلو او اوریدلو قابلیت پیدا کوي او په نتیجه کې د ویلو او ژبني عملیي تحقل منځ ته راځي بیا نو که ویونکي وغواړي چي هغه تصویر یا صورت د اوریدونکي و غوږ ته ورسوي او د هغه څخه یې خبر کړي عین عملیه برعکس اجرا کیږي په اوله کی آواز یا ږغ داسم هغه ذهني تصویر اوریدونکي و غوږ ته رسیږي او د غوږ د لاري بیا و مغز ته انتقال کوي په دا ډول شی یو فزولوجیکي انتقال پیدا کوي او بیا په مغز کي دا شی او تصویر تر منځ سایکالوجیک توافق منځ ته راځي یعني هغه پوهوي مګر د عدم توافق په صورت که د اوریدونکي مغز دا شی داسم او یا تصویر سره مخکنۍ پیژندګلوي ونه لري نو د هغه شي له درک او فهم څخه عاجزه وي اما د مخکنۍ پیژندګلوۍ په صورت کولای سي چي اول د روحي او ذهني فعالیتو په اساس د هغه جواب په مغز کي برابر کړي او وروسته یې د ذهن له لاري د لومړني ویونکي و غوږ ته ورسوي او اولنی ویونکی چي هغه وخت یې د دوهم ویونکي صفت درلود و خپل مغز ته انتقالوي او په دې ډول د خبرو اترو او مفاهمې جریان بشپړیږي ژبه د یو لړ عصبي عضوي او فزیکي پیچلو حرکاتو او فعالیتو مجموعه ده د انسان مغز او عصبي سیسټم د بې شماره کوچنیو عصبي سلسلو د مجموعې څخه جوړ سوی دی کله چي وغواړو یو مطلب پر ژبه راوړونو د مغز په یوه ساحه کي چي د حرکي ساحې په نامه یادیږي او وظیفه یې د انسان د صوتي غړو کنټرول دی یو ډول عصبي فعالیت شروع کیږي او د خبرو عملیه په لاندي ډول په څو مرحلو کي جریان پیدا کوي .

۱ .د تکلم مرحله ده چي په دغه وخت کي عصبي فعالیتونه په کار پیل کوي .
۲ .د صوتي جهاز د حرکتو څخه ږغونه پیدا کیږي .
۳ .د ږغونو تر تولید وروسته د محیط د صوتي منبع په داخل کي هود د متحد الشکله کرو په ډول په حرکت راځي .
۴ .د اوریدونکي و غوږ ته رسیږي .
۵.د اوریدونکي غوږ اوریدل سوي ږغونه پلټي او د ږغونو د نمونې سره چي د بیان او لغاتو څخه عبارت دی او د مخه یې لا په خپله حافظه کي سره راغونډ کړی دی سر ورکوي بیا د مفهوم د درک او احساس څخه وروسته و ویونکی ته جواب ورکوي او د خبرو عملیه پای ته رسیږي د خبرو عملیه چي د آوازونو او ږغونو یو خاص سیسټم جوړوي ژبه بلله کیږي پوهانو د ژبي په باب داسي نظریات وړاندي کړي دي –

ژبه تر قبیلوي سیسټم لاندي وسیله ده چي د هغې په واسطه د قبیلې غړي یو له بل سره د پوهلو په صورت کي خبري کوي .
ژبه د انسانانو تر منځ د یو لړ اختیاري ږغونو څخه جوړ سوی سیسټم دی چي په خپلو منځو کي د پوهولو او را پوهولو د پاره کار ځني اخلي ، ژبه د افهام او تفهیم ستره وسیله ده .

ژبه هغه آوزونه دي چي انسانان یې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو په غرض تر یو خاص نظر او سیسټم لاندي د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه را باسي او په دې توګه انسانان په خپلو منځو کي یو له بل سره رابطه پیدا کوي .
ژبه دلفظ او معنا څخه جوړه سوې ده چي د لفظ او معنا تر منځ سایکالوجیک روحي ارتباط موجود دی .
ژبه یوه اجتماعي پدیده ده چي د ټولني او انساني ژوند د تکامل سره سم تکامل کوي او خپل د پرمختګ پړاونه وهي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه