دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد آلمان ۷۵ سلنه سیمه ییز همکاران له افغانستان څخه لیږدول شوي...

د آلمان ۷۵ سلنه سیمه ییز همکاران له افغانستان څخه لیږدول شوي دي

ويب ډیسک

په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته نږدې ۷۵ سلنه افغانان، چې له جرمني ځواکونو سره یې کار کړی او له هغو سره د منلو ژمنه شوې وه، جرمني ته ولېږدول شول.

د دغه راپور له مخې؛ هره اوونۍ په افغانستان کې د جرمني ځواکونو شاوخوا ۲۰۰ پخواني سیمه ییز همکاران له خپلو کورنیو سره جرمني ته لېږدول کېږي.

په راپور کې راغلي؛ آلمان ته د دغو کسانو د لېږد لپاره چارتر الوتنې په ځانګړي توګه له اسلام آباد څخه روانې دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د ډېرو پاتې سیمه ییزو همکارانو او هغو افغانانو لپاره، چې په ځانګړي توګه په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، یوازې د هویتي اسنادو نشتوالي ورته له دې هېواده وتل ستونزمن کړي دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه