افغان کډوال ،په پاکستان مو کورونه له وسایلو ډک پاتې دي

0
176

ویب ډیسک

له پاکستانه په جبري توګه ځينې ایستل شوي کډوال وايي، چې کاروبار او پانګې یې له لاسه ورکړې دي.

دغه کډوال په پاکستان کې د کډوالو ناوړه وضعیت ته په نغوتې سره وايي، چې یوازې د لږو وسایلو او کورنیو غړو سره هېواد ته را اړول شوي دي.

خو د ننګرهار د والي مرستیال وايي د دغو کډوالو مصادره شوي جایدادونو تعقیب ترڅنګ به د دوی نورو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو دویم پړاو پیلېدل د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.