ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د وزلوبې لیګ دویم پړاو ګډونوالو او نېزه بازانو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د مشرانو جرګې رئیس، د ملي راډیو ټلویزیون رئیس او د کابینې په یو شمېر غړو سربېره د ازادو سیالیو اتل عبدالعظیم بدخشي هم ګډون کړی وو.
په پیل کې د ملي راډیو ټلویزیون رئیس اسماعیل میاخېل وویل، د وزلوبې سږني لیګ کې له ټول هیواد څخه له ۳۰۰ څخه زیاتو چاپ اندازانو په ۱۶ لوبډلو کې ګډون کړی و او وزلوبه چې په افغانستان کې یوه افسانه وه، په حقیقت بدله شوه.
میاخېل په افغانستان کې د وزلوبې او نېزه بازۍ ارزښت ته په اشارې وویل، د دې لوبو د معیاري کېدو هڅه او المپیک کمېټې سره ګډ کار کوو چې د المپیک راتلونکو نړیوالو لوبو کې هغوی ته د ګډون زمینه برابره کړو.
ورپسې د بدني روزنې او ملي المپیک کمېټې رئیس حفیظ الله ولي رحیمي او د وزلوبې فدراسیون رئیس سیف الدین تندغان وویل، د حکومت د ځانګړې پاملرنې له امله ورزشي فدراسیونونو انکشافي حرکت پیل کړی او په کابل او ولایتونو کې یې د وزلوبې لپاره د معیاري لوبغالو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته کندز او کندهار لوبډلو ته د پایلوبې د ګټلو مبارکي ترڅنګ وویل، نن وزلوبه او نېزه بازي د محوه کېدو پر ځای په ملي ورزشونو بدل شوي دي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، له وزلوبې، نېزه بازۍ، اس او اس سوارۍ سره زموږ د خلکو اړیکه ډېره لرغونې ده او حکومت یې پاللو ته ژمن دی.
جمهوررئیس مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې په کابل کې د وزلوبې لپاره د یو معیاري لوبغالي جوړېدو په موخه د کال په منځ کې بودجه په پام کې ونیسي او د ملي المپیک کمېټې رئیس یې موظف کړ چې د وزلوبې د لوبغاړو او اسونو د بیمه کولو لپاره سرچینې په نښه کړي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د ازادو سیالیو لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي ته د وروستۍ بریا مبارکي وویله وې ویل، د افغانستان ورزشي لوبغاړي زموږ استازي دي او دوی په مختلفو ډګرونو کې افغانستان ته ویاړونه راوړي دي.
د غونډې په پای کې، د وزلوبې لیګ دویم پړاو ګډونوالو او نېزه بازانو جمهوررئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر او چپن په اوږو ورواچوله.


