د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د افغانستان له واکمن حکومت غوښتي، چې د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي چې د دغه وزارت په وینا، د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه پلانوي او ترسره کوي.
دغه وزارت په خپله رسمي ایکس پاڼه کې د افغانستان واکمن حکومت د ویاند پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، د پاکستان پر کورنیو چارو نیوکې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې نه شي له منځه وړلای.
د وزارت په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ډلې د ۲۰۲۵ کال د شپاړسم راپور په حواله ادعا شوې، چې شاوخوا شپږ زره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوال په افغانستان کې شتون لري او د افغانستان واکمن حکومت له دغې ډلې ملاتړ کوي.
پاکستاني وزارت د افغانستان واکمن حکومت د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو او د بشري حقونو په اړه هم نیوکه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان خبرو اترو ته ژمن دی، خو د پرمختګ لپاره باید د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي او د وسلهوالو ډلو د پټنځایونو او ملاتړ شبکو پر وړاندې د اقداماتو د تایید وړ شواهد وړاندې شي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې پاکستان به د خپلو وګړو، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې لازم اقدامات وکړي.


