دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا د بهرنیو چارو وزیر: امریکا د اسراییلو په بریدونو کې...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: امریکا د اسراییلو په بریدونو کې هېڅ رول نه لري

ویب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو له خوا پر ایران د برید اعلان وروسته ویلي، چې امریکا د اسراییلو په دغو بریدونو کې هېڅ رول نه لري.

د هغه د څرګندونو له مخې: “نن شپه اسراییل پر ایران یو اړخیز اقدام کړی دی. موږ په ایران باندې د بریدونو کې هېڅ رول نه لرو، او زموږ لومړیتوب د سیمې کې د امریکايي ځواکونو خوندیتوب دی. اسراییلو موږ ته ویلي وو چې دا اقدام د دوی د دفاع لپاره اړین دی. ولسمشر ټرمپ او د هغه اداره د خپلو ځواکونو د خوندي ساتلو لپاره لازم اقدامات کړي، او له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره په تماس کې دي.”

هغه زیاته کړه: “زه غواړم دا خبره روښانه کړم: ایران باید د امریکا پر ګټو یا پوځیانو برید ونه کړي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه