یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د پرېکړې پر وړاندې...

د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه

ويب ډیسک

 

د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه د ولسمشر جو بایډن پرېکړې په کور دننه او په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي.

 

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه بیان کې ویلي چې طالبان بې‌رحمه او د ښځو ځپونکي دي خو دا سازمان پوښتنه کړې کوي چې د دې سزا ولې باید افغانانو ته ورکړل شي.

 

د مخکیني حکومت یوشمېر چارواکو هم دا پرېکړه غندلې. د پخواني حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي لیکلي دي چې د افغانانو د وژنو او د افغانستان د ورانۍ غرامت به څوک ورکړي؟

 

د طالبانو رسمي ویندویان په دې اړه تراوسه چپه خوله دي خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم په تند غبرګون کې دا پرېکړه د افغانانو د شتمنیو غلا بللې.

 

هغه بېګا پر ټویټر ولیکل چې د امریکا له خوا د افغان ولس د کنګل شویو پیسو غلا او ولجه کول د یو هېواد او یو ملت د انساني او اخلاقي سقوط ترټولو لوېدلې کچه ده.

ښاغلی نعیم زیاتوي چې ماته او بریا د بشري ژوند یوه عادي خبره ده خو تر ټولو لویه او شرموونکې ماته د ده په وینا هغه ده چې پوځي ماته له اخلاقي ماتې سره یوځای وي.

پخوانۍ ليکنه
نوې ليکنه
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه