دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایټالیا د عدلیې وزیر:هېواد یې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې...

ایټالیا د عدلیې وزیر:هېواد یې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې ماریا بشیر ته د تابعیت سند ورکړی دی.

ويب ډیسک

د ایټالیا د عدلیې وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې ماریا بشیر ته د تابعیت سند ورکړی دی.

ماریا بشیر د افغانستان په تاریخ کې د لومړۍ میرمنې څارنوالي په توګه یادیږي. نوموړي تر دې وړاندې د هرات ولایت د سارنوالي د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۱ کال کې ماریا بشیر ته د زړورتیا جایزه ورکړه. آغلې بشیر د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط وروسته ایټالیا ته ورسېده.

د عرب نیوز د راپور له مخې مارتها کارطابیا د عدلیې وزیر ویلي، ایټالیا د ټولو هغو افغان ښځو ملاتړ کوي چې ماریا ته د تابعیت په ورکولو سره د خپلې ازادۍ او حقونو لپاره مبارزه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه