د خوړو بیو لوړېدو او بې‌وزلۍ په افغانستان کې د میلیونونو خلکو ژوند ستونزمن کړی

0
77

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، د کار د فرصتونو کمښت او د کورنیو د عایداتو کمېدل د میلیونونو وګړو د ژوند چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د دې ادارې په وینا، د ژمي له رارسېدو سره د خلکو اقتصادي ستونزې لا ډېرې اندېښنې راولاړوي، ځکه د غنمو د اوړو، وریجو، غوړیو او نورو اړینو توکو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوې دي.

د سون توکو او وارداتي توکو د لګښتونو زیاتوالي هم پر کورنیو اقتصادي فشارونه ډېر کړي دي. له بلې خوا، د عایداتو د کموالي له امله ګڼې کورنۍ د خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

دغه اداره همداراز د خوارځواکۍ، په ځانګړې توګه د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ، په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په ځینو ولایتونو کې لا هم د شدیدې خوارځواکۍ کچه لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو او هوايي بریدونو هم پر ملکي وګړو ناوړه اغېزې کړې او خلکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.