د افغانستان، ازبکستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز او پانګیز تړونونه لاسلیک شوي دي.
دا تړونونه په کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د سوداګریزو لیدنو پر مهال لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د دغو لیدنو موخه د سیمې د هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګریزې همکارۍ پراختیا او د ګډې پانګونې لپاره د نویو فرصتونو موندل وو.
په دغو لیدنو کې د افغانستان، ازبکستان، هند او د سیمې د نورو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی او د بېلابېلو برخو د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو یې خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې چارو مرستیال، آریان زلګي عظیمي، افغانستان د جغرافیایي موقعیت، طبیعي زېرمو او کرنیزو او صنعتي وړتیاوو له مخې د پانګونې لپاره د پراخو فرصتونو لرونکی هېواد بللی او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال، شیرزاد ابراهیموف، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې او د پخوانیو تړونونو پر عملي کولو او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو یې ټینګار کړی دی.
د راپور له مخې، د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ۳۲۳ کورنیو او بهرنیو شرکتونو شاوخوا ۷۰۰ نندارتونیز غرفې جوړې کړې دي. په نندارتون کې کرنیز او خوراکي توکي، کانیز توکي، ودانیز مواد، ټوکران، درمل او نور محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د اکتوبر له ۷مې تر ۱۳مې نېټې پورې په کابل کې جوړ شوی او د ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازي پکې ګډون لري. د نندارتون موخه د افغان محصولاتو پېژندنه، د کورنیو او بهرنیو سوداګریزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د پانګونې د فرصتونو زیاتول بلل شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۲۹.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي وو. همدارنګه د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او هند د سوداګریزو استازو ترمنځ په دوه اړخیزو لیدنو کې د ۲۱ میلیارده او ۵۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک شوي وو.
یادې سوداګریزې هڅې له سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان د خصوصي سکټور د اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.


