پاکستان سریلانکا ته په ۸۲ منډو ماتې ورکړه او د شل اوریزو سیالیو لړۍ یې وګټله

0
61

پاکستان د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې سریلانکا ته د ۸۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې لوبو لړۍ یې په ۲-۰ مخکېوالي وګټله.

پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

معاذ صداقت په ۵۱ توپونو ۹۶ منډې وکړې، په داسې حال کې چې صاحبزاده فرحان ۷۳ منډې جوړې کړې. دواړو لوبغاړو له ورکړل شویو فرصتونو ګټه واخیسته او د پاکستان لپاره یې د منډو لوړ هدف وټاکه.

په ځواب کې د سریلانکا لوبډلې د پاکستان د هدف پر وړاندې ښه لوبه ونه شوای کړای او په ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې عمران رندهاوا درې لوبغاړي وسوځول، سلمان مرزا دوه، او شاداب خان او صائم ایوب یو ـ یو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.

معاذ صداقت د خپلې ۹۶ منډو له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي لومړۍ ورته جایزه وه.

د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د سې‌شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې ترسره شي.