د تورخم لارې تړل کېدو پاکستان ته د ۴۰۰ میلیاردو روپیو زیان او زرګونه کسان بې‌کاره کړي

0
119

د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اغېزمنه شوې او د سوداګریزو کړیو د اټکل له مخې، پاکستان ته له ۳۸۰ تر ۴۰۰ میلیاردو روپیو پورې مالي زیان اوښتی دی.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د تړل کېدو له امله سوداګر، د ګمرکونو د مالونو تصفیه کوونکي، موټرچلوونکي، مزدوران، هوټل‌وال او دوکانداران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د تورخم د ګمرکي استازو ټولنې مشر مجیب شینواري وايي، د لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ شاوخوا ۲۵ لکه ډالره صادرات او د ۵۴۰ میلیونو روپیو په ارزښت واردات اغېزمنېږي.

د ځايي اټکلونو له مخې، یوازې په لنډي کوتل کې شاوخوا ۲۵۰۰ ټکسي چلوونکي او ۳۰۰۰ مزدوران بې‌روزګاره شوي دي. د کار د نشتوالي له امله ځینو ټکسي چلوونکو خپلې موټرې هم پلورلې دي.

د سوداګریزو کړیو په وینا، د سوداګرۍ د کمېدو اغېز د سیمې پر دوکانونو، هوټلونو او نورو کوچنیو کاروبارونو هم پرېوتی او ګڼو دوکاندارانو ته د کرایې او نورو لګښتونو پوره کول ستونزمن شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د اهمیت په اړه د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانی مشر زاهد شینواری وايي، له افغانستان سره سوداګري د پاکستاني توکو لپاره نږدې بازارونه برابروي او د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې هم مهمه ده.

سوداګر له دواړو هېوادونو غواړي چې د امنیتي اندېښنو د حل ترڅنګ د قانوني سوداګرۍ د بېرته پیل لپاره عملي لارې چارې برابرې کړي، څو د سرحدي سیمو د خلکو د کار او عاید سرچینې بېرته فعالې شي.