ويب ډيسک
د معترضو غورځنګونو خپلواک ایتلاف وايي چې نړۍ له درېيو کلونو راهيسې طالبان پر هېوادوالو تحمیل کړي دي.
نوموړي ايتلاف دوشنبه د زمري پر ۲۲مه، د طالبانو په لاس د کابل د پرځېدو د درېيمې کليزې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي چې په دې ورځ افغانستان يوې «جنايتکارې ډلې» ته سپارل شوی دی.
د دغه ایتلاف په باور، هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له منځهوړل د خلکو «عمومپهي پاڅون» ته اړتیا لري.
د افغانستان د معترضو ښځو خپلواک ایتلاف په دې څو مادهییزه خبرپاڼه کې د دوحې د تړون د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
له طالبانو سره د هېوادونو نهتعامل او د بشري ناورین تر نامه لاندې د هر ډول مرستو بندول، له مخدره توکږ سره د مبارزې او بانکي سیسټم په ګډون له نړیوالې ټولنې د یاد ایتلاف څو نورې غوښتنې دي.
د خبرپاڼې له مخې، طالبانو په افغانستان کې د «ځنګل قانون» په پلي کولو سره د بشري حقونو له ټولو اصولو او ارزښتونو سرغړونه کړې او د هېواد ټول قوانین یې لغوه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبانو لاریون کوونکي، روڼاندي، منتقدین، د تېر حکومت سرتېري او کارکوونکي ځورولي، شکنجه، بندیان کړي او وژلي دي.»
د خبرپاڼې پر بنسټ، ښځو، قومي، مذهبي او جنسیتي لږکیو د طالبانو تر واک لاندې په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو «ترټولو ناوړه» ناورین تجربه کړی دی.
یاد ایتلاف ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید طالبان د نسل وژنې، جبري کډوالۍ، د قومي او مذهبي اقلیتونو د ځپلو او همداراز د پوځيانو او ملکيانو د «وژنې» لپاره ځواب ویونکي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بشري حقونو فعالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د مالي مرستو د بندېدو غوښتنه کړې وه.


