لیکنه : تمنا رضايي
د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د خلکو ژوند په مستقیم ډول بدلون وموند. نظام ړنګ شو او پر خلکو سخت او دیکتاتورانه قوانین وضع شول. په دې لړ کې ښځې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي. د طالبانو د واکمنېدو له هماغه پیله د دې ډلې د مشرتابه ډېر فرمانونه د ښځو له انساني او مدني حقوقو سره په ټکر کې وو. اوسمهال په افغانستان کې ښځې له ټولو مدني حقوقو په ځانګړي ډول د زدهکړو له حقه محرومې دي. له زدهکړو او نورو انساني حقوقو د نجونو درې کاله محرومیت د دې لامل شوې دی چې نجونې د سخت خپګان، بې برخلیکۍ، بې روزګارۍ، نهیلۍ او بې وزلۍ له امله کم عمره او جبري ودونو ته غاړه کیږدي. د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هره کورنۍ کې له زده کړو د محرومو نجونو د واده خبره کیږي. لږې داسې کورنۍ شته چې د خپلو نجونو ودول له اوسني ناورینه د وتلو لاره ونه ګڼي. له زدهکړې د پاتې نجونو په وینا، دا مسأله په کورنیو کې هغه وخت زیاته شوه چې طالبانو په خپلسري توګه د حجاب په پلمه ډېرې نجونې ونیولې، شکنجه کړې او بندي کړې. په تېرو درېیو کلونو کې ډېرې نجونې د جبري ودونو قرباني شوې دي او موږ د لږ شمېر هغو په تړاو اورېدلي یا لوستي دي؛ ځکه هغوی دا د خپل برخلیک په توګه منلې او یا یې هم چوپتیا غوره کړې ده. دلته د دغو کیسو یوازې څو بېلګې وړاندې کیږي.
یوه له هغو نجونو چې په غیر ارادي توګه د واده قرباني شوې، شکریه ده. شکریه به مې تل په ښوونځي کې لیدله. هغه یوه ډېره هڅانده نجلۍ وه او د تحصیل دوام ته یې سختله لېوالتیا لرله. له خپلو درېیو خویندو، یوازې هغه توانېدلې وه چې درس ووایي او د خپلې کورنۍ د غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي. د هغې کورنۍ ډېره سختګیره او دودیزه ده. هغه په ډېرو هڅو سره توانېدلې وه چې ښوونځي ته لاړه شي او درس ووایي. درې واړه خویندې یې له ۱۵کلنۍ تر ۱۸ کلنۍ پورې واده شوې وې. هغه اتلس کلنه شوې وه او د خپلو خویندو خلاف له وخته مخکې واده ته یې غاړه نه اېښوده.
هغې پوهنتون ته د تګ هیله لرله. سخت درس یې وایه څو پوهنتون ته بریالۍ شي، خو کورنۍ یې لا هم د هغې د زدهکړو مخالفه وه او د زدهکړو لګښتونه یې نه ورکول. شکریې د زدهکړو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کور کې د ستنې کار کاوه او ډېرې سختۍ یې ګاللې څو خپلو هیلو ته ورسېږي. بالاخره د کانکور ازموینه ورکوي او د خپلو کلونو خواریو د پایلې په تمه ورځې شماري، خو له بده مرغه په هماغو شپو او ورځو کې افغانستان د طالبانو لاس ته لویږي.
هغې ورځې د شکریې لپاره د نوموړې د هیلو د مړینې حکم درلود. په یوه ورځ کې د هغې د کلونو هڅې او لاسته راوړنې له منځه لاړې. هغه سختې ورځې تېروې. لږ وخت تېر شو چې د کانکور پایلې اعلان شوې. هغه توانېدلې وه چې د یوه دولتي پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ته بریالۍ شي، خو د ښځو پر زده کړو بندیز لګیدلی و. شکریه تر هغې وروسته په خپګان اخته شوه. له بلې خوا، د خپلې کورنۍ د غوښتنو تر فشار لاندې راغله. «کورنۍ مې د واده نه کولو او د زدهکړو د دوام له امله رټلم او ویل یې چې په طالباني شرایطو کې په کور کې د نجلۍ ساتل خطرناک دي. هغوی ماته خبرداری راکړ چې له دې وروسته لومړي هغه کس ته چې زما د غوښتلو لپاره راځي، هو ووایم.»
پرلپسې فشارونه، بې برخلیکۍ، نهیلۍ او د طالبانو لخوا د تښتول کېدو وېره د دې لامل شوه چې شکریه واده ته غاړه کېږدي. سره له دې، د واده لپاره د هغې یو شرط دا و چې که فرصت برابر شي، خپلو زدهکړې ته دوام ورکړي. د هغې مېړه ګواکې دا شرط منلی و. له واده وروسته، هغې پرېکړه وکړه چې لږ تر لږه دیني درسونه زده کړي، خو د خپل مېړه له سخت مخالفت سره مخ شوه. مېړه یې له واده مخکې منل شوی شرط له پامه وغورځاوه او د هغې د زدهکړې مخه یې ونیوله. دا موضوع او لسګونه نور اختلافات د دې لامل شول چې مېړه یې هغه د خپل پلار کور ته واستوي. د شکریې ګډ ژوند له څو میاشتو وروسته خراب شو او کورنۍ یې هم د هغې د تمې خلاف د نوموړې د مېړه ملاتړ وکړ او هغه یې ملامته کړه. اوس شکریه له ډېرو غمونو او هغو هیلو سره پاتې ده چې د طالبانو په راتګ سره یې حاصل ته ونه رسېدې.
مریم (مستعارنوم یوه بله ځوانه نجلۍ ده چې له وخته د مخکې واده قرباني شوې ده. هغه په نهم ټولګي کې وه کله چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او د نورو نجونو په څېر د زده کړو حقه بې برخې شوه. د بې برخلیکۍ او ناڅرګندې راتلونکې له امله یې له ځانه څو کاله مشر سړي سره واده کولو ته غاړه کېښوده. هغه د افغانستان په نوم له زندانه او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خپلې کورنۍ له بې وزلۍ د تیښتې لپاره چمتو شوه چې د منځني عمر له یوه سړي سره چې په بهر کې ژوند کوي؛ واده وکړي ځکه چې هغې له افغانستانه وتل او له نامعلومې راتلونکې خلاصون د خپلو ستونزو یوازینۍ حللاره ګڼله. مریم هم د لسګونو ځوانو نجونو په څېر د دغه واده د راتلونکي او د مېړه په ټاکلو کې د عاقلانه پرېکړې توان نه درلود. د هغې یوازینی غوښتنه د طالبانو له واکمنۍ تېښته وه. هغې غوښتل داسې ځای ته لاړه شي چې د جنسیت له امله له بشري حقونو بې برخې نه شي.
د مریم لپاره واده ډېر وختي و؛ ځکه چې هغه لا ماشومه وه او د واده جامې پرې لویې وې. د هغې د واده په ورځ، ټولو د کوچنۍ مریم پر حال افسوس کاوه، خو هغه د خپلې خوښې خلاف او د وخت د جبر له امله مجبور شوه چې وختي واده وکړي. هغه خپه وه چې خپلو هیلو ته ونه رسېده، خو د مجبورۍ له امله یې واده د خپل برخلیک په توګه منلی و؛ هغه برخلیک چې اوس د هغې په ګډون په افغانستان کې پر ډېرو نجونو تحمیل شوی دی.
شکیبا هم یوه بله نجلۍ ده چې له زده کړو بې برخې شوې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته مجبوره شوې چې واده وکړي. هغې د طالبانو له واکمنېدو مخکې په لسم ټولګي کې زده کړې کولې. د هغې ټولې هیلې دا وې چې ښوونکې شي او له خپل ناوړه ژونده وژغورل شي. په ځلونو مې اورېدلي وو چې ویل یې یوه ورځ به پر ځان بسیا شي او په خپل عاید به ښه ژوند جوړ کړي؛ خو د طالبانو په راتګ او د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړل کېدو سره یې دا هیله یوازې هیله پاتې شوه. د هغې د واده خبر ډېر خواشینوونکی و، د هغې واده یې هم له یوه داسې سړي سره کړی و چې ترې مشر و او دوه ماشومان یې لرل. کله چې طالبانو د کابل په بېلابېلوځایونو د حجاب په پلمه نجونې نیولې، د هغې ناسکه پلار ته ښه پلمه په لاس ورغله چې نوموړې واده ته مجبوره کړي. د هغې له واده وروسته مې هغه ونه لیدله، خو د جبري واده کیسه مې یې له موره واورېده؛ له هغه چا چې په خپل او د خپلو اولادونو په ژوند کې هیڅ اختیار نه لري. مور یې ویل کله چې د ګاونډي د لور د نیول کېدو خبر خپور شو، مېړه یې هغه سړی چې د دې له لور سره یې د واده نیت درلود، راوغوښت او له دې پرته چې د شکیبا نظر واخلي، هغه یې دغه سړي ته ورکړه. د هغې د مور نا هیله کوونکې خبرې له ډېرې بې باورۍ ډکې وې. کله چې یې په رېږدېدلې غږ یې وویل: «ښه کار و شو چې لور مې واده کړه، دا کار تر دې غوره و، چې خدای مه کړه طالبانو له ځان سره بیولې وای او بې عزته شوې وای.»
دا د درېو نجونو د جبري ودونو دردناکه کیسه ده، خو اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې سلګونه نورې نجونې هم له دې برخلیک سره مخ دي. کورنۍ د هغه څه د ساتلو لپاره چې دوی یې «عزت او آبرو» بولي، خپلې لوڼې مجبوروي چې واده وکړي. پر دې سربېره، ډېری نجونې د ژور خپګان، نامعلومې راتلونکې، نامرادو هیلو، د طالبانو له وېرې او د دې ډلې له واکمنۍ د تېښتې له امله واده یوازینۍ حل لاره ګڼي. دا مسأله په ځانګړې توګه په دودیزو کورنیو کې مخ پر زیاتېدو ده.


