یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه هلمند کې د انسان تښتونې پيښې؛ ولس: هره ورځ مو ځوانان...

په هلمند کې د انسان تښتونې پيښې؛ ولس: هره ورځ مو ځوانان نادرکه کېږي

ويب ډيسک

پر افغانستان واک ته طالبانو له رسېدو وروسته د نورو پېښو ترڅنګ د انسان تښتونې پېښې هم زیاتې شوي دي. ډیری دا ډول پیښې د پیسو ترلاسه کولو یا هم د شخصي دښمنیو له کبله رامنځته کېږي.

د هېواد په سوېل کې پروت هلمند یو له هغو ګڼ نفوسو ولایتونو څخه شمیرل کېږي چې زیاتره وګړي یې له تعلیم څخه لیرې پاتې دي. په دغه ولایت کې مېشت اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انسان تښتونې پیښې زیاتې شوې او زیات شمېر کسان تښتول شوي دي.

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی، روح‌الله وايي چې په یاد ولایت کې د پخوا په پرتله د انسان تښتونې پیښې څو برابره زیاتې شوي دي. نوموړی وايي چې یو شمېر غله د پیسو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې خلک وتښتوي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشي کړي، خو په وینا یې، یو شمېر نور کسان بیا د شخصي دښمنیو په پایله کې وژل کېږي.
دی زیاتوي چې په هلمند ولایت کې شته وضعیت عام خلک سخت اندیښمن کړي دي. دی وایي: «په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې د انسان تښتونې پیښې ډېرې زیاتې شوې دي. یو اساسي لامل یې دا دی چې خلک اقتصادي ستونزې لري او د پیسو لپاره نور خلک تښتوي، بل لامل یې شخصي دښمنۍ دي. خلک ډېر په تشویش کې دي چې دا څه حال دی.»

د هلمند ولایت نور اوسېدونکي هم د دغه ولایت د انسان تښتونې پیښو څخه اندیښمن دي او وايي چې د دې پیښو د زیاتېدو سره په خلکو کې سخته ویره خپره شوې ده.

د هلمند په لښکرګاه کې یو سوداګر چې موږ یې مستعار نوم حمیدالله ورکړی دی، څو میاشتې وړاندې یې څلور کلن زوی د انسان تښتونکو یوې ډلې له خوا تښتول شوی دی. حمیدالله وايي چې د انسان تښتونکو له خوا په پرلپسې ډول ورسره اړیکې نیول کیدې او د پیسو غوښتنه یې ترې کوله. دی زیاتوي چې خپل څلور کلن زوی یې د ۸۰۰ زره افغانیو په بدل کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه خلاص کړی دی.

د حمیدالله په وینا، د دې پیښې له رامنځته کېدو وروسته د هغه د کورنۍ د غړو ترمنځ سخته ویره خپره شوې ده او هغوی هڅه کوي چې په ناامنه سیمو کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي. هغه وايي: «زما څلور کلن زوی غلو یوه میاشت رانه تښتولی و. کله چې ۱۵ ورځې یې ګواښونه راته کول چې که پیسې ورنه کړو، زوی به مې ووژني، نو بیا مو اته لکه افغانۍ ورکړې او زوی یې راخوشی کړ. د کورنۍ ټول غړي مو په شدید تشویش کې دي چې خدای مه کړه بیا دغه ډول پیښه رامنځته نه شي.»

په هلمند ولایت کې ټولنیز فعالان وايي چې اقتصادي ستونزې او د خلکو امنیت په سمه توګه نه نیول د دې لامل کېږي چې د انسان تښتونې پیښې زیاتې شي. یو ټولنیز فعال، محمد یونس هلمندي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په یاد ولایت کې ورځ تر بلې د بیکارۍ کچه لوړېږي چې له کبله یې جنايي پیښې زیاتېږي.
هغه زیاتوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ویره شته چې په دغه ولایت کې د وژنو او نورو جنايي پیښو کچه به نوره هم لوړه شي. د نوموړي په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې یوه خوا بېکاري زیاته شوې او له بلې خوا د توکو قیمتونه هم اسمان ته پورته شوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت یې لا ډېر خراب کړی دی.

هغه زیاتوي: «د جنايي پیښو، غلاوو، وژنو او نورو ستونزو اصلي لاملونه د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت، د کار نشتوالی او په بازار کې د توکو لوړ قیمتونه دي. که چیرې لومړی پر دې لاملونو فکر او مخنیوی یې وشي، زه باوري یم چې په راتلونکي کې به دا ډول پیښې رامنځته نه شي.»

په هلمند ولایت کې څو ورځې مخکې طالبانو خبر ورکړی و چې دوی په دغه ولایت کې د انسان تښتونې یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده؛ خو یوازی همدغه اووه کسیزه ډله نه ده چې په ټول ولایت کې د انسان تښتولو پیښو کې لاس لري، بلکې ګڼې نورې ډلې هم شته چې ورته کړنې ترسره کوي.
په داسې حال کې چې طالبان تل په ټول هېواد کې د امنیت د ټينګښت ادعا کوي؛ خو په هلمند کې انسان‌تښتونه له ډېرې مودې راپدېخوا یوه جدي امنیتي ننګونه ده.

د هلمند وراخوا، د هېواد د مرکز په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو کې هم وخت نا وخت د غلا او نورو جنايي پیښو راپورونه ورکول کېږي چې عام افغانان یې سخته اندیښمن کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه