راپور : محب الله
د چمن – کوټې پر لویه لاره یو موټر تېزولې لکبله د شلاباغ په سيمه کې کندې ته لویدلی چې له امله پنځه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د ليويز چارواکو ترمخه دغه فیلډر موټر د چمن نه کوټې ته روان وو چي د تېزوالي او د زیات شمېر سوارلویو له کبله د چمن او کوټې په لويه لار د سړک د غاړې حفاظتي ديوال سره د ټکر لکبله پیښه رامنځته شوې ۔
د لیویز چارواکو په وینا ده چې په موټر کې سپاره
پنځه کسان مړه او نهه ژوبل شوي دي.
دپيښې وروستو ليويز دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ ژوبل کسان اؤ مړي يې نزدې روغتون ته رسولي دي.
د ليويز سرتېرو مرستيال ريسالدار محمد رمضان وايي، وژل شوي او ټپيان د کوټې اوسېدونکي دي او له لومړنيو مرستو وروسته کوټې ته لېږدول شوي دي.
د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
د يادونې وړ ده چې دوي اووني مخکي هم د اسلام اباد څخه وو کوټي ته راروان یو موټر بس د دنسر په سیمه کې لوې کندې ته ورليدولو په کم کې چې ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه وکړي وو او ۵ په کې د اسلامي پوهنتون لوستونکي هم وو.


