د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «UNICEF» ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین کچه لا هم د اندېښنې وړ ده او اټکل کېږي چې په روان ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د یونیسف په تازه راپور کې راغلي، چې له دغو اړمنو کسانو څخه نږدې ۱۱ اعشاریه ۶ میلیونه ماشومان دي، چې د خوارځواکۍ، بېلابېلو ناروغیو، د پاکو اوبو کمښت، او د زدهکړو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسي له امله اغېزمن شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې دوامداره اقتصادي ستونزې، وچکالي، طبیعي پېښې او بېوزلي د دې لامل شوې، چې میلیونونه کورنۍ له سختو بشري ننګونو سره مخ شي. یونیسف خبرداری ورکړی، که نړیواله مرسته کمه شي، نو ماشومان او ښځې به تر ټولو ډېر زیان وویني.
د یاد سازمان په وینا، په ګڼو سیمو کې ماشومان له مناسبې تغذیې، واکسین، ښوونځیو او لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو بېبرخې دي، چې دا وضعیت د ماشومانو پر راتلونکې جدي اغېزې کولی شي.
یونیسف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوامدارې وساتي، څو د میلیونونو ماشومانو ژوند وژغورل شي او اړمنو کورنیو ته حیاتي خدمات ورسېږي.


