دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد افغانستان د ا،ا بریالۍ خارجي پالیسي او د ایران د رسمي...

د افغانستان د ا،ا بریالۍ خارجي پالیسي او د ایران د رسمي پېژندنې پر لور مهم ګام

لیکوال: هلمندپښتون

د افغانستان د اسلامي امارت بریالۍ خارجي پالیسي، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د نړیوالو، سیمه‌ییزو او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړه ده، نن یو بل مهم پړاو ته ننوته. په کابل کې د ایران د اسلامي حکومت د سفارت سرپرست په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې تهران د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې هېڅ ستونزه نه ویني او پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې دا مهم او تاریخي ګام پورته کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغو راځي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په اړه جدي خبرې شوې دي، او تمه ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې به یوې نوې، مثبتې او باثباته مرحلې ته داخلې سي.

افغانان د ایران د اسلامي حکومت څخه دا غوښتنه کوي چې دواړه هېوادونه تل د اسلامي اصولو پر بنسټ د ښه ګاونډیتوب غوښتونکي پاتې شوي او دا اړیکې یې پاللې دي. د ایران له خوا د افغانستان د اسلامي امارت رسمي پېژندنه به نه یوازې د ورورولۍ او اسلامي وحدت څرګند ثبوت وي، بلکې د هغو غربي او شريرو کړیو پر وړاندې به یو سخت او دروند ګوزار هم وي، چې نه انسانیت ته ژمن دي او نه اسلامیت ته.

دلته دواړه ورونه هېوادونه، ایران او افغانستان، د هغو نړیوالو شريرو هېوادونو او کړیو پر مخ درنې څپېړې ورکوي، چې تل یې د دواړو اسلامي حکومتونو پر ضد دسیسې جوړې کړې دي او په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو کې یې د ایران او افغانستان ناسم او دروغجن انځورونه نورو هېوادونو ته وړاندې کړي دي. دا اقدام به دا ثابته کړي چې دواړه هېوادونه خپلواک دي او د هغو قوتونو تر اغېز لاندې نه دي، چې خپل سیاسي تصمیمونه په ازادۍ سره نه سي نیولای او د نورو د غلامۍ په ځنځیرونو کې تړلي پاتې دي.

د ایران له لوري د افغانستان د اسلامي امارت رسمي پېژندنه به د اسلامي ورورولۍ، د سیمې د ثبات، د ګډو ګټو او د اسلامي نړۍ د خپلواکۍ یو ستر او تاریخي ګام وي، چې اغېزې به یې یوازې په دوو هېوادونو پورې محدودې نه وي، بلکې په ټوله سیمه او اسلامي نړۍ کې به احساس سي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه