یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل ښار کې ماین چاودنې دوه طالب سرتیري ټپیان کړي دي

کابل ښار کې ماین چاودنې دوه طالب سرتیري ټپیان کړي دي

ويب ډیسک

د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي، نن سهار په کابل ښار کې ماین چاودنې دوه طالب سرتیري ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه نن چهارشنبه جنورۍ ۱۲ (مرغومې ۲۲) سهار نژدې یوولس بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اوند په «بنايي» سیمه کې د طالبانو پر موټر شوې ده.

د مبین خان په نوم د طالبانو یو امنیتي مسؤل ویلي چې په دغه چاودنه کې د دغه ډلې دوه کسان ټپیان شوي دي او په خبره یې روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي مبین د دغه چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي. ویل کیږي چې چاودنه په سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې یا کس په غاړه نه دی اخیستی،خو تر دې مخکې په کابل کې پر طالب سرتیرو د زیاتو چاودنو د مسؤلیت ادعا د داعش ـ خراسان ډلې کړې ده.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته ددغه ډلې پر سرتیرو په کابل کې د یو شمېر چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

تیره میاشت په کابل کې د جمعیت اصلاح ټولنې د غړي او پيژندل شوي دیني عالم مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه، په یاده چاودنه هکې د نوموړي په ګډون درې تنه ټپیان شول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه