پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند: په خیبر پښتونخوا کې دې بېړنی حالت او د والي واکمني پای ته ورسول شي

0
60

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ لګول غندلي او دا یې د اساسي قانون، ولسواکۍ او د ایالت د خپلواکۍ پر وړاندې ګام بللی دی.

د ګوند له مرکزي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ لګولو لپاره اساسي او قانوني دلیل نشته. د اعلامیې له مخې، د سیاسي اختلافونو یا د فدرالي واکمنانو د ځانګړو ګټو لپاره د یوه ټاکل شوي ایالتي حکومت ختمول د ولسواکۍ له اصولو او د خلکو د واکمنۍ له حق سره په ټکر کې دي.

ګوند ویلي، د خیبر پښتونخوا خلکو د رایو له لارې خپل حکومت ټاکلی او د هغه د واکونو درناوی د فدرالي حکومت اساسي دنده ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، که ناامني او د حکومتي واک کمزورتیا د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د لګولو دلیل وي، نو په بلوچستان او نورو سیمو کې هم د ناامنۍ او د حکومتي واک د کمزورتیا ستونزې شته. د ګوند په وینا، د خیبر پښتونخوا په نښه کول د دې ګام تر شا د سیاسي موخو او د ایالت د طبیعي زېرمو د واک ترلاسه کولو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند اندېښنه ښودلې، چې د خیبر پښتونخوا د وېش او د معدني زېرمو لرونکو سیمو پر طبیعي شتمنیو د واک ترلاسه کولو لپاره د دا ډول ګامونو اخیستل د ایالتونو د حقونو، خپلواکۍ او فدرالي نظام له اصولو سره په ټکر کې دي. ګوند ټینګار کړی، چې د هر ایالت خلک د خپلو سرچینو، سیاسي راتلونکي او ټاکل شوي حکومت په اړه د پرېکړې حق لري.

په اعلامیه کې د اساسي قانون د ۲۶مې او ۲۷مې سمونې، د ۱۸مې سمونې او د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون (پیکا) په اړه هم نیوکې شوې دي. ګوند ویلي، د دغو بدلونونو او اقداماتو له امله د ولسواکو ادارو د خپلواکۍ، د قضایه قوې د ازادۍ، د ایالتونو د واکونو او د بیان او رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ګوند په وینا، د اساسي قانون ۱۸مه سمونه د فدرالي پارلماني نظام په چوکاټ کې د ایالتونو د خپلواکۍ او حقونو د ساتنې مهمه وسیله ده او د دې سمونې د موخې خلاف ګامونه د فدرالي حکومت او ایالتونو ترمنځ باور زیانمنولی شي.

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د پاکستان پیپلز ګوند پر دریځ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د پیپلز ګوند اړوند ولسمشر اصف علي زرداري په لاسلیک په خیبر پښتونخوا کې د ټاکل شوي حکومت پر وړاندې د والي واکمني لګول شوې ده.

ګوند پوښتنه کړې، چې که د ولسمشر دنده د اساسي قانون ساتنه او د ولسواکو ارزښتونو درناوی وي، نو د یوه ټاکل شوي ایالتي حکومت د واکونو د ختمولو لپاره د دې پرېکړې قانوني او ولسواک دلیل څه دی؟

په اعلامیه کې د پیپلز ګوند پر مشرانو غږ شوی، چې د خپل ګوند پخوانۍ مبارزې او قربانۍ په پام کې ونیسي او د ټاکل شوو حکومتونو، اساسي قانون او ولسواکۍ د ساتنې لپاره روښانه دریځ خپل کړي.

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند غوښتنه کړې، چې په خیبر پښتونخوا کې دې بېړنی حالت او د والي واکمني سمدستي پای ته ورسول شي، د ایالتي اسمبلۍ او ټاکل شوي حکومت اساسي واکونه دې بېرته ور وګرځول شي او د خلکو د رایو درناوی دې وشي.

ګوند په پای کې ویلي، چې د ایالتونو د حقونو، خپلواکۍ، ولسواکۍ، د اساسي قانون د واکمنۍ او د خلکو د واکمنۍ د حق د دفاع لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.