لیک : همایون نورزی
کله چې شاه محمود هوتکی د ایران ښارونه یو د بل پسی نیول ایرانی واکمنانو باندي دنیا تنګیدله اصفهان ۹ میاشتی د افغانانو لخوا محاصره وو قحطی او لوږه دومره ډیره سوه چې خلګو ځان د ساتلو لپاره خره، آسان ، حتا سپیان خوړل ویل کیږي په سنه ۲۱/اکتوبر/۱۷۲۲ د فارس (ایران) واکمن سلطان حسین صفوی د غم جامې په تن وي د اصفهان په کوڅو کې په ژړا ګرځیدي په لوړ ږغ ويل نن چې څه بد بختي پر ایران او ایرانیانو باندی راغلي دا ټول زموږ د خاین،بد بینه،ناصحان،مشرانو د لاسه زه مجبور یم چې د ایران تاج او تخت افغانانو ته ورتسلیم کړم ددې حالت په لیدو سره ټولو ورسره ژړل.
دوې ورځې وروسته ۲۳/اکټوبر/۱۷۲۲ کې د ایران پاچا شاه حسین صفوی د ۳۰۰ کسېزه ډلې سره فرخ آباد (د شاه محمود هوتک) حضور ته حاضر سو خپل شاهی جیغه (تاج) د شاه محمود هوتک پر لونګۍ کیښود او د ټولو حاضرینو مخکې خپله لور شاه محمود هوتکی ته ورنکاح کړه او وویل افغانه زویه الله(ج) اراده نلری چې زه نور د ایران واکمن اوسم نن ته د ایران پاچا یي .
شاه محمود هوتکی د هغه پاچایی او لور دواده ومنل او وویل د دنیا شان او شوکت ډیر بی وفا دي ( و تعذ من تشا و تزل من تشا بیدک الخیر )خدای چې وغواړی چاته ورکوی او چې وغواړی د چا څخه اخلي.
البته د شاه محمود هوتکی بله میرمنه (بی بی صاحبه بنت کامران ) په کابل کې وه د احمدشاه بابا په دور کې یعنی په کال ۱۱۶۷ د رجب ۹ نیټه کې مړه او شهدا صالحین هدېره کې ښخ سوه .
د شاه محمود هوتکی د سکې بیت …
سکه زد از مشرق ایران چو قرص آفتاب
شاه محمود جهان ګیر سیادت انتساب


