دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د د/ع ش یانو شمېر کم شوی او دغه...

په افغانستان کې د د/ع ش یانو شمېر کم شوی او دغه ډله کمزورې شوې ده

ويب ډیسک

په افغانستان کې د د/ع ش ترهګرې ډلې یو بنسټ ایښودونکی عبد/لرحیم مسلم دوست وايي، په افغانستان کې د د/ع ش یانو شمېر کم شوی او دغه ډله کمزورې شوې ده. دی یو وخت د د/ع ش د خراسان د امیر په نوم یادیده. د دې ډلې په بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

مسلم دوست اوس ط/با نو پورې تړلی او له دې ډلې ملاتړ کوي. ط/با نو تر دې وړاندې ویلي و چې د ترهګرې ډلې له هیڅ غړي سره تړاو نه لري. دا په داسې حال کې ده چې له ط/ب انو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل یو شرط دا دی چې د کابل واکمنان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

 

د د/ ع ش دغه پخوانی قومندان طلوع نیوز ته وايي، د ځینو سیمه ییزو رسنیو لخوا په افغانستان کې د د/ع ش ځواکونو د حضور په اړه خپرول، رسنیو ته د استخباراتو لخوا د پیسو د کموالي پایله ده.

 

امام علي رحمان د تاجکستان ولسمشر څه موده وړاندې وویل چې د افغانستان په شمال کې تر شپږ زره زیات د/ ع ش جنګیالي فعال دي. له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف هم یوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې د د/ ع ش ډلې د جنګیالیو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

 

ټاکل شوې د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره نږدې تاجکستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره ځانګړي عملیات وکړي.

 

نړۍ واله ټولنه په دې باور ده چې افغانستان په تش نظام کې د نړیوالو ترهګرو په خوندي پټنځای بدلیدلی شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه