پښتو جرنل
په بنو کې دپښتون قامي جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى پښتون قامي د د وینا په مهال وويل چې
موږ دا جرګه د پښتانه د ښه ژوندانه لپاره را بللې ده,
دخپل حق غوښتلو لپاره موږ د جهان هر قانون ته تیار یو,
دا د پښتانه جرګه ده سپلني به دودوو چي نظر نه سي,
زما مارکیټ به ته آواریې زما کور به نړیې زما بچیان به وژنې او ماته به وائې چي د زنده باد ډهول وهه ولاکه يي ووهو چي تر څو ژوندي یو,
هغه زیاته کړه چې
خپل نعمتونه لرو او پر دې نعمتونو د جهاني قوانینو له لاري خپل حق غواړو,
موږ خیرات خواره نه یو خیرات چي موږ ته راکوې خپلي مور ته یې ورکړه,
دا زما او ستا شتمنی که په افغانستان کي دي که دلته دي خلک یې نه را پریږدي,
په خټکو کي د خدائي جهان ګیسونه وتلي دي خو پنجاب ته تللی دی,
که چیري یو ځائي دهشت ګرد وو نو تا د خلکو کورونه مارکیټونه دکانونه ولي ونړول?
زموږ د دریابونو اوبه یې په وچ زور راڅخه نیولي دي او موږ د باران خواست کوو.
د قام ناتار په قام راګرزي,
زموږ خلګو ته وائي چي بمونه چرس هیروئين درپسې کښیږدو که پنځوس لکهه راکوې,
جنت غوندي وطن لرو خو موږ د بل مزدوری او خواری مسافری ته مجبور یو,
لکه افریقنو چي افریقن نیشنل کانګرس جوړ کړی موږ ته یو داسي د پښتنو کانګرس راجوړ کئ,
موږ دا جرګه دې له راغوښتې ده چي خپلي ستونزې سره بیان کړو,
په وزیرستان کښي چي کم غوبل جوړ سو په هغه کي یې زموږ د وطن مخور خلک را شهیدان کړو.
هغه راسي چې د پښتنو د قانون په مطابق خپل صفونو برابر کړو.


