دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي

افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې ‘سېف دې چلډرن’ له نړیوالو غوښتي دي چې خپلې تګ لارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسېږي.

 

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریستیانو مارټون  رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي او غذایي بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ کړی دی.

 

سېف دې چلډرن په یوې اعلامیه کې چې نوې یې خپره کړې ده ویلي دي،که له افغان ماشومانو سره بېړنۍ مرستې ونه شي د ژمي تر اخره به ښایي تر پنځه کلنۍ پورې څه باندې درې میلیونه کوچنیان په سخته خوارځواکۍ اخته شي.

 

سېف دې چلډرن روانه اوونۍ له نړیوالو د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره د دوه میلیارډه امریکایي ډالرو د مرستې د چمتو کولو غوښتنه وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه