دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله افغانستان نه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل شوه

له افغانستان نه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل شوه

ويب ډیسک

له افغانستانه د غلام خان په لار پاکستان ته د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو لړۍ له نن نه پیل شوه.

 

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان يوې رسنۍ ته وویل، هغوی د کډوالو د واپسۍ لپاره خوست ته ګاډي لېږلي او په غلام خان بندر کې ورته ترتیبات نیولي دي.

 

هغه وايي، له ستنېدونکو کورنیو سره به نغدې مرستې هم کېږي.

 

بل پلو، د غلام خان تحصیلدار غني الرحمان رسنیو ته وویل چې د خوست ګلان کیمپ نه د کډوالو یوه قافله د غلام خان بندر ته نن له غرمې مخکې ورسېده.

 

نوموړی وايي، دا کسان بنو ته لېږدول کېږي، هلته دوی په بکاخېل کیمپ یا هر بل ځای کې چې دوی یې غواړي اوسېدلی شی. د ده په وینا کله چې په دته خېلو کې د هغوی سیمه تصفیه شي نو بیا دا کډوال خپلو مېنو ته هم ستنېدلای شي.

 

پاکستاني چارواکي وايي، له افغانستانه پينځه زره د وزیرستاني کډوالو کورنۍ وار له مخه ستانه شوي او له اوو تر ۱۲ زرو پورې کورنۍ لا هم هلته پاتې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه