یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسبا په اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې...

سبا په اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې کېږي

امریکا او ایران خبرې سبا شنبه په اسلام اباد کې ترسره کیږي. که څه هم پاکستان پنجشنبه او جمعه په دغه هېواد کې رخصتي اعلان کړې وه او داسې خبر خپور شو چې خبرې به د جمعې په ورځ کیږي، خو څو لویدیځو رسنیو لیکلي چې دواړه لوري سبا د حمل ۲۲مه غونډه کوي. فرانس پریس لیکلي چې دغه خبرې به د وروستیو څو پړاوونو په څېر، غیر مستقیمې وي، یعنې دواړه لوري به بېلابېلو خونو کې کیني او پاکستاني منځګړي به یې پيغامونه سره تبادله کوي. په اسلام اباد کې د امریکایي او ایراني مرکچیانو خبرو ته چمتوالی نیول شوی او په دغه ښار کې امنیتي تدابیر جدي شوي دي. د امریکا او ایران د مرکچیانو نوملړ لا هم په رسمي توګه نه دی اعلان شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه