لیکنه :زارا داوړ
پښتني ټولنه د خپل کلتور، دودونو او ارزښتونو له مخې يو ځانګړی مقام لري او په دې ټولنه کې د ښځې رول هم ډېر ژور، اغېزناک او د درناوي وړ دی. که څه هم د وخت په تېرېدو سره د ښځو حالت کې بدلونونه راغلي دي، خو لا هم ښځه د کور، کورنۍ او ټولنې د بنيادي ستن په توګه پېژندل کېږي.
ښځه په پښتني ټولنه کې يوازې د کورنۍ غړې نه ده، بلکې د روزنې، محبت او قربانۍ يوه ژوندۍ بېلګه ده. هغه د مور، خور، لور او مېرمنې په حيث د نسلونو د روزنې ستر مسئوليت پر غاړه لري. د هغې له غېږې نه داسې انسانان راټوکېږي چې د ټولنې راتلونکی جوړوي. له همدې امله ويل کېږي چې که ښځه وروزل شي، ټوله ټولنه به ورسره وده وکړي.
خو له بده مرغه، په ځينو سيمو کې لا هم ښځه د خپلو اساسي حقونو نه بې برخې ده. د تعليم نشتوالی، د پرېکړو په کولو کې د هغې لږ ګډون او د دودونو تر نامه لاندې محدوديتونه هغه ستونزې دي چې د ښځې پرمختګ يې ټکنی کړی دی. حال دا چې اسلام او انساني ارزښتونه دواړه ښځې ته د عزت، تعليم او خپلواکۍ حق ورکوي.
په وروستيو کلونو کې د پوهاوي کچه لوړه شوې ده. ډېری کورنۍ اوس د خپلو لوڼو تعليم ته ارزښت ورکوي او ښځې په بېلابېلو برخو کې لکه تعليم، روغتيا، رسنۍ او سياست کې خپل رول لوبوي. دا بدلونونه د يوې روښانه راتلونکې زېرى ورکوي.
پښتني ټولنه هغه وخت رښتینی پرمختګ کولی شي، کله چې ښځه او تعلیم کې نغښتی وي.
ښځه په پښتني ټولنه کې د عزت، صبر او زړورتيا نښه ده. که هغې ته مناسب فرصتونه برابر شي، نو هغه کولی شي چې نه يوازې خپله کورنۍ، بلکې ټوله ټولنه د پرمختګ پر لور بوځي.


