یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شریف وایي چې په سیمه کې له اوربنده څو سرغړونې شوي

شهباز شریف وایي چې په سیمه کې له اوربنده څو سرغړونې شوي

ويب ډيسک

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، چې هیواد یې د متحده ایالاتو، اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کړی، وایي چې په سیمه کې له اوربنده څو سرغړونې شوي چې د سولې روحیه کمزورې کوي.

شریف د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل”زه په صادقانه او جدي توګه له ټولو خواوو غوښتنه کوم چې زغم وساتي او د دوه اونیو اوربند ته درناوی وکړي، ترڅو ډیپلوماسي د دې شخړې په سوله ایز حل کې مخکښ رول ولوبوي.”

د متحده ایالاتو او اسراییلو ترمنځ د دوه اونیو په مخه اوربند وړمه شپه ناوخته اعلان شو.

د پاکستان دصدر اعظم یوه اشاره پر لبنان د اسراییل خونړیو بریدونه ته ده، شریف وایي، لبنان هم د اوربند د تړون یوه برخه وه، د اسراییلو د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو دفتر دا رد کړه.

اکسیوس هم د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې “لبنان د ایران سره د امریکا د اوربند تړون برخه نه ده.”

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ د لبنان په مختلفو برخو بمباري وکړه، لږترلږه ۸۰ کسان یې ووژل او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه