ویب ډیسک
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ويلي چې له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې روانې دي، او هڅه کېږي چې د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې حل لارې وموندل شي، چې په دې برخه کې د مثبت پرمختګ هيله هم څرګنده شوې ده.
هغه دا څرګندونې په کابل کې د افغانستان–منځنۍ آسيا د مشورتي غونډې له پای وروسته وکړې، او د چين په کوربتوب د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د شويو خبرو يادونه يې وکړه.
د بهرنيو چارو وزير د نړيوالو غونډو پر مهال د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او تاجکستان د ولسمشرانو له لوري د مثبت دريځ او نېک نيت هرکلی وکړ.
هغه وويل چې افغان ملت ناشکره نه دی، بلکې د دوستۍ يو قوي دود لري.
مولوي امير خان متقي ټينګار وکړ چې افغانستان غواړي د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره د ديني، مذهبي، ژبني، کلتوري او نورو ګډو ارزښتونو پر بنسټ اړيکې لا پياوړې کړي، او د منځنۍ، جنوبي او شمالي آسيا ترمنځ د يو اغېزناک پل رول ولوبوي.
هغه ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د هغو عناصرو پر وړاندې چې د سولې د خرابولو هڅه کوي، پرېکنده، بنسټيزه او هر اړخيزه مبارزه روانه ساتلې ده، او هېڅ فرد يا ډله چې د سيمې د سولې لپاره ګواښ وي، د منلو وړ نه ده.
وزير څرګنده کړه چې افغانستان به هېڅکله خپله خاوره د کوم هېواد پر ضد د عناصرو د کارولو لپاره اجازه ورنه کړي.
هغه زياته کړه چې افغانستان اوس مهال د سيمې لپاره ستونزه نه ده، بلکې د دوه اړخيزو همکاريو په چوکاټ کې يو باوري شريک دی.
په پای کې يې وويل چې امارت اسلامي د همدې تګلارې له مخې په سيمه ييزو او نړيوالو فورمونو کې فعاله ونډه او اغېزناک رول لوبولو ته ژمن دی.


