سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتورخم دروازه د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانېستل شي

تورخم دروازه د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانېستل شي

ويب ډيسک

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، احتمال شته چې د تورخم دروازه یوازې د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانېستل شي.

 

د طالبانو د یاد ریاست رییس احسان الله ساجد ویلي، چې دا احتمال د دواړو هېوادونو د سوداګرو او قومي مشرانو د خبرو اترو پر بنسټ شوی دی.

 

نوموړي همدارنګه ویلي چې سوداګرو او قومي مشرانو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اوربند وړاندیز هم کړی، چې تر کوچني اختر به دوام ولري.

 

تورخم کې له دې وړاندې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ له وسله والو نښتو وروسته مذاکرات هم شوي وو، خو بې پایلې پای ته رسېدلي وو.

 

یاده لاره د فبروۍ په ۲۱ مه وروسته له هغې پاکستان وتړله، چې ادعا یې وکړه طالبانو په سیمه کې یو شمېر نظامي تاسیسات رغول.

 

له دې وړاندې راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې د تورخم تړل کېدو سوداګرو ته په لسګونه میلیونه ډالر زیان اړولی دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه