سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي ،افغان واکمنو د سیاستونو له امله د نړۍ صبر...

ملګري ملتونه وايي ،افغان واکمنو د سیاستونو له امله د نړۍ صبر پای ته رسېدونکی دی.

ويب ډيسک

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دغه سازمان امنیت شورا کې ویلي، طالبانو ته د دوی د سیاستونو له امله د نړۍ صبر پای ته رسېدونکی دی.

 

اوتونبایوا ویلي، چې طالبانو له نړۍ او افغانانو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او په نړیوال نظام او ټولنه کې د یو ځای کېدو لپاره جدي نه دي.

 

په داسې مهال چې طالبانو افغان نجونې او ښځې له زده کړو او کار منع کړي او ټول افغانان یې له حکومتي مشارکت ایستلي دي، د یوناما مشرې ویلي، چې افغانان شخصي ژوند کې د طالبانو له مداخلې او د بنسټیزو حقونو اخیستلو له امله له دغې ډلې سخت ناراضه دي.

 

روزا اتونبایوا داسې مهال په نړیواله ټولنه کې د طالبانو د پالیسیو له امله د افغانستان د لا منزوي کېدو خبرداری ورکړی، چې د دغې ډلې په حاکمیت سره د نړۍ هېڅ هېواد رسمي اړیکې او تعاملات نه لري.

 

پر زده کړو بندیز، له ټولنې د افغان ښځو ایستل او سخت دریځه تګلارو ته په اشارې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ویلي، چې دا د طالبانو شخصي او ایډیالوژیکې پالیسۍ دي؛ نه کوم نړیوال منل شوي قوانین.

 

د ملګرو ملتونو استازې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی او له دې مسالې پرته یې په نړیواله ټولنه کې د هېواد ادغام محال بللی دی.

 

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا ناسته کې د یوناما مشرې په افغانستان کې د یادې استازولۍ د ماموریت پر غځېدا داسې مهال ټینګار کړی، چې طالبانو په افغانستان کې ناکام او نااغېزناک بللی و.

 

طالبانو د یوناما د مشرې وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې ویلي، چې د یوناما ټول راپورونه ځکه له پروپاګند ډک دي، چې د یادې ډلې ناسم تصویر نړۍ ته وړاندې کوي.

 

له دې سره د چارو کارپوهان وايي، که طالبان افغانانو او نړیوالو سره د دوحې تړون له مخې کړې ژمنې عملي نه کړي، افغانستان به نور هم منزوي او د نړیوالې ټولنې له سختو فشارونو سره به مخ شي، چې زیان یې افغانان ته رسېږي

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه