سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتورخم پوله باندې لنډ مهالی اوربند شوی

تورخم پوله باندې لنډ مهالی اوربند شوی

ويب ډيسک

یوې ترکي رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په تورخم ښارګوټې کې له پرله پسې نښتو وروسته دواړو خواوو د لنډ مهال لپاره په اوربند کولو هوکړه کړې.

 

انادولي خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې طالبانو او د پاکستان سرحدي ځواکونو په تورخم لاره کې د دوه ورځني اوربند پرسر هوکړه کړې ده.

 

دا هوکړه د تورخم په سیمه کې د دواړو خواوو د قومي مشرانو له غونډې وروسته شوې ده.

 

په تېرو ۱۷ ورځو کې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه لویه لاره تورخم تړلې وه او لامل یې د طالبانو لخوا د سرحدي پوستې جوړول یاد کړي دي.

 

سوداګر وایي، د دغه لارې تړل کېدو له امله ۵ زره لارۍ دواړه خواوې په دروازو کې بندې پاتې دي او سوداګر هره ورځ ۳ میلیونه ډالره تاوان کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه