ويب ډيسک
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري معین، نعیم وردک، له ایران سره د افغان بندیانو د انتقال د توافق خبر ورکړ. نوموړي وویل، چې د حکومت او تهران ترمنځ په اقتصادي او قضايي برخو کې “ښه همغږي” رامنځته شوې ده.
وردک دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۶مې کلیزې د لمانځغونډې پر مهال وکړې. هغه ټینګار وکړ، چې حکومت د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی او د افغانستان او ایران ترمنځ ژبني، دیني او کلتوري مشترکات د همکاریو د پراخېدو لپاره غوره زمینه برابروي.
د دغه توافق له مخې، ټاکل شوې افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته انتقال شي، خو د انتقال څرنګوالی او د عملي کېدو مهالوېش لا نهدی مشخص شوی.


