دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمان ویلي چې د سیاستوالانو د زنداني کولو پلوی نه...

مولانا فضل الرحمان ویلي چې د سیاستوالانو د زنداني کولو پلوی نه دی.

ويب ډيسک

مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر اتمه په مردان کې خبري غونډې ته وویل چې هغه د سیاسي مخالفینو د زور له لارې له منظره د لیرې کولو طرفدار نه دی.

نوموړي وویل، د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان په ګډون د هر سیاستوال د زنداني کولو مخالفت کوي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې په سیاست کې باید سختدریځي نه وي بلکې د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل وموندل شي.

هغه د ۲۰۲۴ز د فبرورۍ اتمه د “تاریخ تر ټولو توره ورځ” وبلله او تور یې پورې کړ چې پر هغه ورځ د څلورو واړو صوبو په انتخاباتو کې درغلي شوې او په خیبر پښتونخوا کې هم د درغلیو له لارې حکومت جوړ شو.

خو د ټاکنو کمېشن په بیا بیا دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

تر دې مخکې مولانا فضل الرحمن په هېواد کې د نویو انتخاباتو غوښتنه کړې وه او بیا د فبرورۍ پر شپږمه وزیراعظم شهباز شریف ورسره په اسلام اباد کې ولیدل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه