دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې نږدې ۱۱ زره ماشومان په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي

په افغانستان کې نږدې ۱۱ زره ماشومان په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دا مهال په هېواد کې ۱۱ زره او ۲۶۰ کسان په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي، چې له دې ډلې ۵ زره او ۱۳۷ نارینه او ۶ زره او ۱۳۲ ښځې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په کابل کې شاوخوا ۱۵۰۰ د تلاسیمیا ناروغان ثبت شوي دي. همداراز، تېر کال د دغې ناروغۍ ۱۸۷ نوې پېښې هم ثبت شوې دي، چې د روغتیايي مسوولینو په وینا د اندېښنې وړ شمېر بلل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، هڅه کوي چې د تلاسیمیا ناروغانو لپاره د درملنې او روغتیايي خدمتونو کچه پراخه کړي، څو ناروغان وکولای شي پر وخت لازمې طبي اسانتیاوې ترلاسه کړي. د وزارت په وینا، په دې برخه کې یې له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

بلخوا روغتیاپالان ټینګار کوي، چې د تلاسیمیا ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید خلک له نږدې خپلوانو سره له ودونو ډډه وکړي او تر واده مخکې طبي معاینات ترسره کړي، څو د دې ناروغۍ د پراختیا مخه ونیول شي.

تلاسیمیا یوه ارثي ناروغي ده، چې د انسان د وینې پر جوړښت اغېز کوي او ناروغان یې دوامدارې درملنې او د وینې انتقال ته اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه